اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د تعليم د بېن الصوبائي وزيرانو كنفرنس كښې د تعليمي ادارو په پرانستلو اتفاق نه دې راغلې ٬ د تعليمي ادارو پرانستلو يا نه پرانستلو پرېكړه قامي رابطه كمېټۍ ته د وړاندې كولو پرېكړه شوې ده ۔ د شورو په ورځ كنفرنس كښې ټولو صوبائي وزيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ كنفرنس كښې پنجاب٬ بلوچستان او سندھ د جون په وړومبنۍ نيټه د تعليمي ادارو پرانستلو مخالفت كولو سره ووئيل د كرونا وائرس د خپرېدو اندېښنه ده ٬ دې لپاره دې تعليمي ادارې بندې اوساتلې شي خو بيا هم د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير د جون په وړومبنۍ نيټه د تعليمي ادارو پرانستلو مرسته وكړه۔دغسې د صوبو لخوا په اتفاق نه راتللو دا معامله د قامي رابطه كمېټۍ غونډې ته د وړاندې كولو پرېكړه وشوه