هيواد كښې د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 642 نو كيسونه رامخې ته شوي، 13 كسان مړه شوي

image

اسلام آباد 24 اپریل (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر د كورونا وائرس وباﺀ په اړه تازہ اپ ډیټ جاری كړے ، هيواد كښې د كورونا تصدیق شوو كیسونو شميره 11,155 ته رسيدلې ده، د كورونا ایكټو كیسونو شميره 8391 ،د مړو كسانو شميره 237 او د 111 كسانو حالت اندېښمن دے۔ نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال 642 نوي كیسونه راپور شوي۔ پنجاب كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره تر ټولو زياته 4767 ته رسيدلې ،سندھ كښې 3671 كیسونه راپور شوي۔ خیبر پښتونخواہ كښې د كیسونو شميره 1541 او اسلام آباد كښې 214 ته رسيدلې ۔ بلوچستان كښې 607٬ ګلګت بلتستان كښې 300 كیسونه راپور شوي۔ آزاد كشمیر كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره 55 ته رسيدلې ۔په مجموعی توګه 21 فیصده كیسونه د نورو هيوادونو څخه راغلي او 79 فیصده په ځائې توګه خپاره شوي۔ ټول هيواد كښې تر اوسه 527 ٢ رنځوران ښه شوې دي۔ د كورونا وائرس له امله د تيرو 24 ساعتو په مهال 13 كسان مړه شوې دغسي دې سره په مجموعي توګه د مړو شميره 237 ته رسيدلې ۔ سندھ كښې 73، پنجاب كښې 65، كے پی كے كښې 85، اسلام آباد او ګللګت بلتستان كښې 3, 3، او بلوچستان كښې 8 رنځوران د كورونا له امله مړه شوي۔تر اوسه د 131365 كسانو د كورونا وائرس ټیسټ شوے چې پكښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 6839 ټیسټونه شامل دي

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں