اولس ته به د معاشی پالیسو مثبت اثرات ډير زر په نظر راشي

image

اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ چیئرمېن سناتور فیصل جاوید خان وئيلي دي چې د وزیراعظم عمران خان د وژن له مخې معېشت د ښه والې پلو روان دې، اولس ته به د معاشی پالیسو مثبت اثرات ډير زر په نظر راشي،مونږ ته احساس دې چې د عام وګړي لپاره د خرڅونو او آمدن توازن په ځائې ساتل د يو چیلنج څخه كم نه دې۔ د جمعې پھ ورځ د اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سرکاری نیوز ایجنسۍ ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان (اے پی پی ) ری ماډیولنګ، ویډیو نیوز سروس لپاره ویب ټی وی او د ادارے ډیجټلائزیشن ته حکومت پام لرنه كوي او مونږ غواړو چې دا ادارہ سباؤن كښې د جدید دور تقاضو او ټیکنالوجی په میدان كښې د نړيوال معیار له مخې خپل شناخت جوړ كړي۔ده ووئيل اوسني دور د ډیجټلائزیشن دور دې او مونږ اے پی پی ډیجټلائزیشن پيل كولو پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان يو او غواړو چې دې سره سره د موبائل ټیکنالوجی پلو هم لاړ شو۔ده ووئيل مونږ له به د خپل هېواد امیج نړۍ ته په ډاګه كول وي۔ده ووئيل زمونږ د هېواد د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده او بايد ميډيا د ځوانانو لپاره داسې پروګرام ترتیب كړي چې ورسره د هغوي

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں