سري لنکا كښې د ځينې پاكستانيانو نيولو په اړه د هندي ميډيا خبرې بې بنسټه او غېر ذمه وار دي۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل سري لنکا كښې د ځينې پاكستانيانو نيولو په اړه د هندي ميډيا ريماركس بې بنسټه او غېر ذمه واره ګرځولو سره رد كړې دي ٬ ده ووئيل د هند ميډيا د پاكستانيانو د نيلو سري لنكا كښې د اوسنيو پېښو سره د تړلو هڅه كوي ۔ وياند ووئيل دا ډول هڅې د پاكستان بدنامولو او د حقائق په بدل شكل وړاندې كول د هندي ذهنيت عكاسي ده ۔ وياند ووئيل د سري لنكا چارواكو له مخې 7 پاكستانيان د زائد المعياد وېزے په بنياد نيولې شوې ٬ دا يوه قونصلر معامله ده كومه چې هندي ميډيا تاٶ راتاٶ كړې ده ۔ وياند ووئيل د سري لنكا قيادت هم د ګنګوسو او غېر تصديق شوې راپورونو څخه د ډډې كولو وئيلي دي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں