د نيوزي لېنډ پوليس كرائسټ چرچ كښې د خفګاني پېښې څخه وروستو د 74 بې دركه كسانو نامې جاري كړې، د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د نیوزی لېنډ پولیس تېره ورځ په كرائسټ چرچ كښې د خفګاني پېښې څخه وروستو د 74 بې دركه كسانو نامې جاري كړې دي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ټويټ ترمخه د سفارتي استازو او د ځپليو كورنيو د راپور په رڼا كښې نیوزی پولیس د خفګاني پېښې څخه وروستو د 74 بې دركه كسانو نامې جاري كړې دي۔ بياهم د پوليس وېنا ده چې يواځې د 49 حق رسېدلې كسانو مړي موجود دي۔ د پوليس وېنا ده چې د بې دركه كسانو فهرست څخه هغه نامې لرې كولې شي كومې چې دوه وارې ليكلې شوې دي۔ د وياند وېنا ده چې په ولنګټن كښې پاكستانې هائي كمشنر او دوهم كمشنر څوك چې دا مهال كرائسټ چرچ كښې موجود دې مونږ سره پرله پسې رابطه كښې دې او مونږ تازه صورتحال څخه خبر ساتي۔ ده ووئيل زمونږ مشن د بې دركه كسانو كورنيو سره په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں