خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات سره وليدل

image

اسلام آباد 13 فروری (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات سره د شورو په ورځ په جوائنټ سټاف هېډكوارټرز كښې ملاقات وكړو۔ جنرال زبير محمود حيات د خارجه وزير هركلے وكړو۔ د خبرو په مهال د منطقې په مجموعي صورتحال او د داخلې سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات ته په منطقه كښې د امن په اړه د خپلو اوسنو دورو او د دې په نتيجه كښې رامخې ته شوي پېشرفت څخه هم خبر كړو

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں