د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اے پي اېن اي اېف٬ پي جے اېف پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP01-07 ISLAMABAD: February 07 - President Dr. Arif Alvi talking to the delegation of All Pakistan Newspapers & Editors Forum and Pakistan Journalist Foundation, who called on him. APP

اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي آزاده مېډيا د پرمختلليو ټولونو برخه ده٬د آزادۍ سره د مېډيا ذمه واري هم ضروري دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آل پاكستان نيوز پيپرز اينډ ايډيټرز فورم(اے پي اېن اي اېف )او پاكستان جرنلسټ فورم(پي جے اېف)پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔اولس مشر ووئيل كوم هم حكومتي نظام خراب نه دے٬خو په شرط د دې چې ګورننس ښه او سپيځلې وي۔ده ووئيل مېډيا په ښه تګلاره د سباؤن خدوخال وضعه كولې شي۔ده ووئيل د پاكستان مېډيا٬د هند مېډيا څخه په ښه ډول او آزادۍ سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده ووئيل د غلطۍ په صورت ذمه واره مېډيا خپل اصلاح پخپله كوي٬ذاتي خوښې نا خوښې يو فطري عمل دے خو بايد ذاتي خوښې نه خوښې ته صحافت كښې پام لرنه ونه كړی شي۔اولس مشر ووئيل هېواد ښه والي پلو روان دے٬مونږ د ځانګړو قربانيو او اتحاد سره په ترھه ګرۍ تر ډېر حده قابو موندلې۔ده په دې خبره زور راوړو چې په ترهه ګرۍ كښې د شهيدو شوو وګړو لپاره د انشورنس نظام راوړلې شي۔ده ووئيل د مېرمنو حقونه وركول د ټولنې پرمختګ له ضروري دي ۔د مېرمنو حقونو وركولو كښې دې مېډيا خپل كردار ترسره كړي۔د پي جے اېف صدر ذوالفقار راحت اولس مشر د خبريالانو تربيې او د ښېګړی اقداماتو او نورو منصوبو څخه خبر كړو۔ دغسې ذوالفقار راحت او رانا عمران لطيف اولس مشر له شيلډ هم وركړو

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں