د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په پاكستان كښې د هالينډ دوهم سفير جوزفين فرينټزن سره خبرې

image

اسلام آباد 31 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي غېر ملكي نيغ په نيغه سرمايه كاري د موجوده حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولو لپاره لوظي يو۔دا خبره ده په پاكستان كښې د هالينډ دوهم سفير جوزفين فرينټزن سره د خبرو پھ مهال كړی چا چې د زيارت په ورځ د خزانې وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د ډچ كمپنو لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پروژو چارو په اړه د خيالاتو څرګڼدونه وشوه۔دوهم سفير د خزانې وزير ته ووئيل د هالينډ اعلٰی كچ دوه كسيزه پلاوې به د سرمايه كارۍ موقعو جائزه اخستلو په غرض ډېر زر پاكستان ته راشي۔د خزانې وزير اسد عمر ووئيل حكومت ذمه واري سنبهالولو نه وروستو د هېواد معيشت مستحكم كولو لپاره ډهانچه جاتي اصلاحات پیل كړی۔ده د ډچ كمپنو پروژو هركلے كولو سره ووئيل د غېر ملكي نيغ په نيغه سرمايه كاري د موجوده حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولو لپاره لوظي يو۔د خزانې وزير ووئيل حكومت په وروستيو كښې د يو پیكج اعلان كړی كوم چې بنيادي مقصد په كاروبار كښې آسانيو كښې زياتوالې او ځايې او غېر ملكي سرمايه كارو ته ښه چاپېرچل وركول او اندېښنې لرې كول دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں