د فرنس آئل په درآمد بندېز لګولې شوې ۔ د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان مركه

image

اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د مافيا په ضد زمونږ ښكاره جنګ روان دے۔ د دوئي تعلق چې د كومې هم طبقې سره ولې نه وي۔ مونږ عامو وګړو ته ريليف وركول غواړو۔ په درېو مياشتو كښې مو د ډيزل بيعه نه زياتولو سره اولس ته ريليف وركړې۔ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل د فرنس آئل په درآمد بندېز لګولې شوې ۔ ده ووئيل د تېر حكومت د ناوړه پالېسۍ لامله سوئي ناردرن كښې د ګاز غلا (یو اېف جی) په مد كښې د 11 فيصده حساب سره د 22 اربه روپو او سوئي سدرن كښې د 13 فيصده په حساب سره د 26 اربه روپو خساره شوې۔ كومه چې تېرو 5 كلونو كښې هر كال يو فيصد زياتېده۔ ده ووئېل هم دغه سوب دے چې دواړه كمپنۍ د 154 اربه روپو خسارې سره مخ شوي چې نېغ په نېغه ئې اغېز د ګاز په بيعه د زياتوالي په صورت رامخې ته شو۔ ولې اوس دې كمپنيو ته د ګاز غلا په مد كښې د كل په سر د يو فيصد كمي كولو ټارګټ وركړې شوې او د دې هدف ترلاسه كولو له به دوئي ته د ځائي پوليس مرسته هم ترلاسه وي۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د صوبائي حكومتونو په مرسته به هره منطقه كښې يو پوليس سټېشن جوړولې شي كوم به چې د ګاز غلا مخنيوي او دې جرم كښې د ككړو په ضد كارروائي كولو له مرسته كوي۔ غلام سرور خان ووئيل د اوبو ستونزې په لړ كښې پخواني حكومت په خپل دور كښې د وړاندې كېدونكي التواﺀ تحريك په قصد سره يو اړخ ته كړې وو ولې موجوده حكومت به په قامي چارو د مخالفې ډلې ټكونه خوشحالۍ سره قبلوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل خېبرپختونخوا او بلوچستان ته به سوئيلي ناردرن ګاز او د سوئي ناردرن ګاز كمپنۍ بورډ كښې نمائندګي وركولې شي۔ خپلې وړې صوبې به د دوئي حقونو څخه محرومه نه ساتلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پخواني حكومت په تېرو 5 كلونو كښې كوم نوې بډنګ نه دې كړې۔ مونږ 10 بلاكس اوپن بډنګ ته اېښودي دغسې چې هېواد كښې د ګاز طلب ترسره كړې شي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں