اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) حضرت شاه ركن الدين عالم صوفي كنفرنس به د جنورې په 15مه نېټه كېږي۔ د سرائيكي ورلډ كانګرېس چيئرمېن غضنفر مهدي له مخې د عظيم صوفي حضرت شاه ركن الدين عالم د كلن عرس مبارك په لړ كښې د انجمن تاريخ و آثار شناسي پاكستان او د وفاقي نظامت تعليمات اسلام آباد په شركت سره د حضرت شاه ركن الدين عالم نړيوال صوفي كنفرنس به د جنورې په 15مه نېټه په اسلام آباد پوسټ ګرېجوېټ كالج جي سېكس تهري كښې كېږي۔ كنفرنس ته به نامتو شخصيات٬ علما كرام٬ مشائخ عظام او سكالران وېنا كوي۔