د خارجه دفتر وياند د هندي سفارتی عملې زورولو په اړه تورونه رد كړل

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل د هند سفارتی عملې زورولو(هراسا كولو) په اړه تورونه ردولو سره وئيلي دي چې پاکستان د ویانا کنونشن احترام کوي، پاکستان كښې د هند سفارت کار بشپړه آزادۍ سره خپل كار كوي، پاکستان به په افغانستان كښې كوټلې امن او استحکام لپاره مصالحتی عمل له تعمیری هڅې روانې ساتي، افغانستان كښې د امن په هڅو كښې هند كوم كردار نه لري، د كشمير مسئله په ترجیحاتو كښې شامله ده، هند كښې د پاکستان 341 بنديان دي، په هغې كښې 154 سول او پاتې كب نيونكي دي، سی پیك اقتصادی منصوبه ده، سي پيك دفاعی چارو سره كوم تعلق نه لري۔ د زيارت پھ ورځ د اوونيز پریس بریفنګ په مهال وياند د هند سفارتی عملې هراسا كولو په اړه تور ردولو سره ووئيل پاکستان د ویانا کنونشن احترام کوي او په پاکستان كښې د هند سفارت کار بشپړه آزادۍ سره خپل كار كوي۔ ده په بنګله دېش كښې پھ ټاكنو كښې د لاس وهنې تور ردولو سره ووئيل پاکستان د نورو هېوادونو پھ كورنيو چارو كښې د عدم مداخلت په پالیسۍ عمل كوي۔ وياند د خارجه وزير اوسنۍ څلور ورځنۍ دورې په اړه ووئيل د کابل،تهران،بیجنګ او ماسکو ترمينځه شټل ډپلومیسی به د افغان شخړې امناكه حل له د ټولو سټيك هولډرز ترمينځه د رايو اتفاق په پیدا کولو كښې مرستياله وګرځي۔ دا دوره د ټولو ګاونډيانو او سيمې هېوادونو سره د اړيكو مستحکمولو د حکومتی پالیسۍ برخه وه۔ ده ووئيل هم د دغې هڅو ترمخه به خارجه وزير ډير زر د قطر دوره هم وكړي۔ وياند ووئيل ټولو هېوادونو د پاکستان د سهولت کار مهم کردار منلې دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل هند په افغانستان كښې د امن په هڅو كښې كوم كردار نه لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل سی پیك اقتصادی منصوبه ده دا د دفاعی چارو سره كوم تعلق نه لري۔ دا منصوبه د كوم هم هېواد په ضد نه ده۔ د هند په زندانونو كښې د پاکستانی بنديانو په اړه وياند ووئيل دا مهال د هند په زندانونو كښې د پاکستان 341 بنديان دي، په دې كښې154 سول او پاتې كب نيونكي دي۔ د دې بنديانو خوشې كولو لپاره د هندي چارواكو سره رابطه كښې يو۔ سزا ترسره كونكي بنديان راستنولو له نوې ډيلې كښې د پاکستان هائی کمېشن اړوند هندي چارواكو سره پرله پسې رابطو كښې دے دغسې د بنديانو هېواد ته راستنولو او اسانيو لپاره د لاء فرم خذمات هم ترلاسه شوي۔ د کشمیر په اړه وياند ووئيل د كشمير مسئله د پاکستان په ترجیحاتو كښې ده۔ پاکستان به د كشمير مسئلې حل له خپل کردار ترسره كوي۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں