قام دې پرېكړه وكړي چې آيا د كرپشن نظام دغسې پرېږدو

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) قام دې پرېكړه وكړي چې آيا د كرپشن نظام دغسې پرېږدو٬ كه دا نظام برقرار پاتې شو نو د هېواد پرمختګ ممكن نه دے٬ زه د چا سره ذاتي زړه بداوې نه لرم٬ د كرپشن په ضد جنګ د هېواد سباؤن له ضروري دے٬ نېب كه زما ماتحت اداره وه نو 50 لوي كرپټ كسان به په زندانونو كښې پراته وو٬ غټ خلق كه ونيسو نو واړه به پخپله سم شي٬ قرض د 6 زره نه تر 30 زره اربه روپو ته د رسوونكو به اول احتساب كوو٬ په سلو ورځو كښې سمت تعين كولې شي٬ ما يوه ورځ هم رخصتي نه ده اخستې٬ د هېواد يوه يوه اداره په زيان كښې ده٬ مركزي بانك خپلواكه اداره ده٬ د روپۍ راپرېواته راته د خبرونو نه معلومه شو٬ هېواد كښې د زرمبادلې پنګې د فشار ښكار دي٬ په سباون كښې اقتصاددي اشارې مخ په ښه كېدو ښكاري٬ د مني لانډرنګ مخنيوي لپاره سخت قوانين جوړو٬ د چا تحفظ لپاره به لاس وهنه نه كوٶ٬ بهر هېواد كښې د جائېداد پحقله زما د خور نوم رامخې ته كېږي٬ ما كوم مداخلت نه دې كړې٬ په سېنېټ كښې د دواړو لويو ګوندونو په قيادت كېسونه دي٬ قانون سازي به د آرډيننس د لارې كوٶ٬د كشمير د مسئلې حل مرحله وار او د خبرو اترو نه غېر ممكن نه دې٬ سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے٬ د افغان طالبانو خبرو اترو ته كېښنولو لپاره به په زړه پورې هڅې كوو٬ د هند پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره امن ناكه اړيكې غواړو٬ كېدې شي چې د وخت نه وړاندې ټاكنې وشي٬ كپتان خپله تګلاره څه وخت هم بدلولې شي۔ د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان داېنكر پرسنز او سينئر خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل سنسرشپ بد څيز دے۔ اطلاعات هغه څوك پټوي څوك چې يرېږي۔ پارلمان او آزاده ميډيا د چېك اېنډ بېلنس لپاره وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ حكومت تر ټولو زيات شفاف وي۔ زما پشمول كه په وزيرانو چېك اېنډ بېلنس وي او كه هغوي ناسمه كار وكړي نو رامخې ته كول پكار دي۔ ده ووئيل ما د ټولو وزيرانو نه د كاركردګۍ راپور غوښتې او په دې اونۍ كښې به ئې جاج اخلم چې د كومو كاركردګي ښه نه وي هغه به بدلولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د مني لانډرنګ په حقله سخت قانون جوړوو۔ كوم حكومت ته هم داسې حالات نه دي پاتې ۔ كرنټ اكاونټ خساره ډېره زياته ده۔ غېر ملكي سرمايه كار ګوري چې په سرمايه كارۍ كښې ګټه څومره ده۔ ده ووئيل په 100 ورځو كښې خپل سمت سمولې شي او ما يوه ورځ رحصتې نه ده اخستې ٬ دهېواد يوه اداره ګټوره نه ده۔ په پاور سېكټر كښې 12 سوه اربه روپۍ سركلر ډېټ تېر حكومت پرېښودې۔ ده ووئېل د پاكستان په دې حالاتو كښې زمونږ د 100 ورځو كاركردګي ډېره ښه ده۔ ده ووئيل مونږ چې څه كول غواړو هغه د غريبانانو لپاره كوو ۔ تر اوسه تعليم او د صحت نظام شتمندو لپاره ؤ ۔ ده ووئيل كله جې زه زندان كښې ووم نو د جېل سپرنډنټ راته وئيلي وو دلته نيم خلق بې قصوره پراته دي۔ مونږ په اولني ځل ليګل اېكټ اتھارټي جوړوو كومه به چې غريبانانو له وېړيا قانوني آسانۍ وركوي ۔ ده ووئيل په امريكا كښې ډېري او پولټري په معيشت كښې لويه برخه لري۔ زمونږ اصل غربت په كليو كښې دې۔ د حلال فوډ په لړ كښې پاكستان د نړۍ نه ډېر وروستو دې۔ مونږ ادارې مضبوطول غواړو۔ ده ووئيل تېر حكومت 19 اربه ډالره خساره پرېښودې ۔ چې نون ليګ حكومت ترلاسه كړو نو دغه وخت خساره 2 نيم اربه ډالره وه۔ تېر حكومت د روپۍ قدر ښه كولو له په يو كال كښې 7 اربه ډالره مصرف كړي۔ وزيراعظم ووئيل سټېټ بانك خپلواكه اداره ده۔ د روپۍ راپرېوتو نه په خبرونو كښې خبر شوم ۔ ادارې مضبوطې پكار دي۔ په هېواد كښې د زر مبادلې پنګې د فشار لاندې دي۔ په سباؤن كښې اقتصادي اشارې مخ په كېدو دي۔ ده ووئيل برآمدات زياتېږي۔ د هېواد محصولات زياتېږي۔ سرمايه كارۍ كولو له لويې ادارې راروانې دي۔ چين پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ وزيراعظم ووئيل هركال لس اربه ډالره مني لانډرنګ كېږي۔ په دغه لړ كښې سخت قانون جوړوو۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں