په اپوزېشن د تنقيد په ځاې دې حكومت خپله د 100 ورځو كاركردګي اولس ته وړاندې كړي

image

اسلام آباد 13 نومبر (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)مركزي مشرانو وئېلي دي چا چې هم كرپشن كړې يا ئې هېواد لوټ كړې د هغه احتساب كول پكار دي٬د مسلم ليګ(ن)د مشرتابه احتساب د وړاندې څخه روان دے٬ په اپوزېشن د تنقيد په ځاې دې حكومت د خپلو 100 ورځو كاركردګي اولس ته وړاندې كړي۔دا خبره د خزانې پخواني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬پخوانۍ د اطلاعات او خپرونې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او مصدق ملك د نهې په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې شريك پرېس كنفرنس پھ مهال كړی۔مفتاح اسماعيل ووئيل د خزانې وزير وائي چې هېواد به د معاشي بحران څخه خلاص شي خو مونږ د هغه څخه پوښتنه كول غواړو چې د پرمختيائي پروژو بجټ كښې كوم كمې كړې شوې آيا هغه به بيا شامل كړی شي٬د هېواد تر ټولو لويه مسئله د اولس څخه حقائق پټول دي٬ ده ووئېل اندېښنه ده چې راتلوونكو څو مياشتو كښې به ګراني لا زياته شي۔مصدق ملك ووئيل وزيراعظم د سي پېك په پروژو د اطمينان څرګندونه كوي د دې دا مطلب دې چې پھ دې پروژو كښې هېڅ كرپشن نشته ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه مونږ غله يو نو تر ټولو وړومبې دې زمونږ احتساب وكړي او زمونږ احتساب د وړاندې څخه روان دے ٬مونږ د نور احتساب لپاره هم چمتو يو خو احتساب د فرق نه غېر كول پكار دي۔ مفتاح اسماعيل ووئيل د فالوده خرڅونكې د بانك اكاؤنټ احتساب كول ښه خبره ده خو د مالي او ډرائيور په نامه د اكاؤنټس هم احتساب كول پكار دي۔مصدق ملك ووئيل د پي اے سي چيئرمېن د مخالفې ډلې مشر په توګه د تعيناتولو روايت شته خو شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن نه لګولې كېږي۔ده ووئيل په اپوزېشن د تنقيد په ځاې دې حكومت د خپلو 100 ورځو كاركردګي اولس ته وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں