د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د روسيې بالټك فليټ كمانډر سره ملاقات

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د روسې د دورې په مهال د روسيې د بالټك فليټ كمانډر سره ملاقات كړے۔ د پاك بحريه وياند له مخې بالټك فليټ هېډكوارټرز ته په راتګ د بالټك فليټ كمانډر د پاك بحريه مشر تود هركلې وكړو۔ بالټك فليټ هېډكوارټرز ته په راتګ روايتي ګارډز نيول چيف ته اعزازي اسلامي وړاندې كړه۔ د پاك بحريه وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې پشمول د ميري ټائم سېكورټي او بحري غلا ختمولو د آپرېشنز صلاحيتونو كښې په زياتوالي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بالټك فليټ كمانډر نيول چيف ته فليټ آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړو۔د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د روسيې ميرين كور دوره وكړه او د حربي وسلو مظاهره ئې وكتله۔ د پاك بحريه مشر د روسيې بحري جهاز”بوئيكي”هم دوره وكړه۔ د جهاز كمانډنګ افسر نيول چيف ته بريفنګ وركړو۔ نيول چيف د جهاز عملې سره خبرې اترې وكړې او د هغوي پېشه وارانه معيار ئې وستائېلو۔ نيول چيف په وار مموريل كمپليكس د ګلونو څادر خپور كړو۔ د پاك بحريه مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمينځه شريكو اړيكو كښې د لا پراختيا او استحكام سبب وګرځي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں