د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په مارګله سټېشن اسلام آباد كښې د نرسرې پرانسته وكړه

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په مارګله سټېشن اسلام آباد كښې د نرسرې پرانسته وكړه۔ د مارګله په نرسرې كښې په ابتدائي توګه 25 زره تخم كرل شوې دې كوم به چې د ونو كرلو راتلونكې موسم په مهال صحت مند بوټي جوړ شوي وي او په بېلا بېلو سټېشنو به كرلې شي۔ په دې نرسرې كښې به هر كال يو لك بوټي تيارولې شي۔ د پرانستې په موقع د رېلوے سېكتر / چيئرمېن جاوېد انور٬ د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تېمور ګلزئي٬ د پېنډې ډي اېس پي عبدالمالك او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں