وزيراعظم عمران خان سره د جاپان پاكستان پارلماني فرينډ شپ ليګ پلاوي ملاقات ٬

image
APP70-04 ISLAMABAD: September 04 - Chairman of the Japan-Pakistan Parliamentary Friendship League (JPPFL) Seishiro Eto along with delegation called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د جاپان پاكستان پارلماني فرينډ شپ ليګ پلاوي د چيئرمېن سيشيرو ايټو په مشرۍ كښې ملاقات وكړو٬پلاوي وزيراعظم ته په هېواد كښې د جمهوري عمل په تسلسل او د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې ده ۔پلاوې تېره ورځ د پاكستان په درې ورځنۍ دوره راغلې۔د پلاوي مشر ووئيل جاپان پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كول غواړي او د نوي حكومت جوړېدو نه سمدستي پس د جاپاني پلاوي لخوا د پاكستان دوره د دوه اړخيزه اړيكو د خواهش عكاسي كوي۔وزيراعظم د پلاوي هركلے وكړو۔په دې موقع د پارلماني پلاويو په تبادلو او د دوه اړخيزه اړيكو په بهترۍ كښې د پارلمان د غړو د كردار په اهميت صلا راغله۔وزيراعظم د پاكستان او جاپان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې د مثبت پرمختګ ستائنه وكړه او د پرمختيائي شراكتدار په توګه يې د جاپان د اهميت اعتراف وكړو۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬انفراسټركچر او د انساني وسيلو پرمختګ په څانګو كښې د مرستې خوښي څرګنده وكړه۔د ملاقات په مهال په دې خبره اتفاق وشو چې د پارلماني پلاويو تبادلو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوستۍ تاريخي اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې ستائنه وكړ

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں