د ګستاخانه خاكو معامله به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ

image
APP61-27 ISLAMABAD: August 27 - Prime Minister Imran Khan addressing during Senate session in Parliament House. APP

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د ګستاخانه خاكو معامله به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ د داسې ډول حركتونو په ضد به اجتماعي غږ پورته كولو لپاره او آئي سي سره په ګډه لائحه عمل لپاره هڅې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په سېنېټ غونډه كښې كړې۔ عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار د آزادۍ قائله ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ ده ووئېل زمونږ جذبات څه دي په دې هغوي نه پوهېږي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده ووئېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده ووئېل مونږ به او آئي سي په دې معامله يو موټے كوو ٬ ده ووئېل بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئي سي په دې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولو كاسټ قانون جوړ شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں