د ټاكنو كمېسون د ځينې سياسي ګوندونو لخوا د الېكشن كمېشن د استفعي وركولو غوښتنه رد كړه

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون لخوا د ځينې سياسي ګوندونو د الېكشن كمېشنر د استفعي وړاندې كولو غوښتنه رد كولو سره وئيلي دي د ثبوت نه غېر ٬ د پاكو٬ سپېځلو او په منصفانه ټاكنو ټكونه كول بېخي بې بنسټه او د ځانه جوړې خبرې دي ٬ ګرد هېواد څخه د ټګۍ يو ګيله هم نه ده راغلې ٬ د اولس د مېنډېټ احترام نه كول د جمهوريت په ضد كار دے ٬ كه څوك ګيله لري نو بايد قانوني لاره خپله كړې٬ د آر ټي اېس د ناكامۍ وجوهات جاج اخستو سره به ميديا خبروٶ٬ هيله لرو چې جمهوري قوتونه او كسان به د ذاتي ګټو نه پرته د قانون ٬ آئين او جمهوريت سرلوړۍ لپاره په آئيني ادارو د بې جوازه تنقيد نه ډډه كولو سره د مستحكم جمهوري پاكستان لپاره كردار ترسره كړي۔ د نهې په ورځ په ټاكنو كمېسون كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د كمېسون سېكتر بابر یعقوب فتح محمد د ټول ګونديز كنفرنس په پائې كښې د يو څو سياسي لارښودو لخوا جاري كړې بيان ” بايد د ټاكنو كمېسون استعفي وركړي” باندې د افسوس څرګندونه كولو سره دا غوښتنه يكسر رد كړې ده ۔ ده ووئيل د ثبوت نه غېر ٬ د پاكو٬ سپېځلو او په منصفانه ټاكنو اعتراضونه كول بېخي بې بنسټه او د ځانه جوړې خبرې دي٬ ګرد هېواد څخه د ټګۍ يو ګيله هم نه ده راغلې٬ د اولس د مېنډېټ احترام نه كول د جمهوريت منافي كار دے۔ ده ووئيل د كال 2018 ټولټاكنو په مهال اولس په آزاد چاپيريال كښې خپل حق كارولې٬ ګرد هېواد كښې ټاكنو كښې د ټګۍ پحقله تر اوسه يوه ګيله هم نه ده راغلي ۔ ده ووئېل كمېسون دا هم واضحه كول غواړي كه يو كانديد د يوې حلقې يا پولنګ سټېشن پحقله څه ګيله لري نو د ھغې لرې كولو لپاره قانوني طريقه كار شته ھغه دې خپله كړې٬ په هر مهذب ٬ قام او پرمختللي هېواد كښې د قانون نه پرته يوه هم غوښتنه د آئين او قانون بيخي خلاف ورزي ګڼلې كېږي۔ ده ووئيل د ټاكنو كمېسون د ټولو بريالو او پاتې راغلو كانديدانو څخه توقع لري چې ھغوي د اولسي رائې احترام كولو سره نتيجې نه يوازې تسلم كړي بلكې د جمهوريت عمل تلسلسل له خپل په زړه پورې كردار هم ترسره كړي۔ ده ووئيل كمېسون په دې هم پوهېږي چې د اوسنيو ټولټاكنو سپېځلتيا او غېر جانبداري دې نه هم څرګندېږي چې د هېواد په ګوټ ګوټ كښې د كال 2018 ټولټاكنې سوله اېزې شوې چې پكښې اولس په آزادۍ سره خپل حق كارولې۔ ده ووئيل د كال 2018 ټولټاكنو سپېځلتيا ٬ آزادۍ٬ منصفانه او غېر جانبردارۍ جاج لپاره كم او زيات 30 زره مبصرينو بشمول 400 نړيوال مبصرين و٬ د ميديا ٬ 19 زره فافن مبصرين او د هېواد د ميډيا نمائندګانو د انتخابي عمل د بېلا بېلو پړاٶنو په غور سره مشاهده كړې او خپلو ابتدائي راپورونو كښې ئې د اروپائي ائتلاف ٬ دولت مشتركه او د فافن مبصرينو ټولټاكنې آزاده ٬ منصفانه او غېر جانبداره ګرځولې دي كومه چې پاكستاني قام لپاره جمهوري ګټه او د اعزاز خبره ده ۔ ده ووئيل د ټاكنو كمېسون سياسي ګوندونو ته په انتخابي عمل كښې لېول پلېئنګ فيلډ وركولو لپاره يو شمېر هدايات جاري كړي او خپل اختيارات ئې هم كارولي٬ د مثال په توګه مسلم ليګ (ن) نېب ته درخواست وركړې ؤ چې ټولو انتخابي كانديدانو ته پولنګ يا تر ټاكنو كولو لېول پلېئنګ فيلډ وركړې شې د كومې چې نېب باور وركړې او مونږ په دې لړ كښې د نېب مننه كوٶ٬ دغسې په اېن اے 60 كښې د مسلم ليګ (ن) يو كانديد ته د عدالت له اړخه د سزا اورېدو نه پس په ياده شوې حقله كښې ټاكنې معطل كړې شوې ٬۔ ده ووئېل د ټاكنو كمېسون تر ټولو پړاٶنو د اولس رسنه باوري كولو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي او په دې لړ كښې د ميديا او د وېب پاڼې د لارې معلومات سټېك هولډز ته ورسولې شوي چې پكښې حلقه بندي٬ د انتخابي فهرستونو نظر ثاني فهرستونه٬ د انتخابي پروګرام تفصيلات٬ د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونو وركړه او د جانچ پړتال سره د كانديدانو د حتمي فهرستونو وركړه شامله ده۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 85 زره نه د زياتو پولنګ سټېشنونو سروے كولو نه پس صوبائي حكومتونو ته دغلته ټولې آسانۍ وركولو پاره هدايات جاري كړې شوي دغسې ګرد هېواد كښې ټولو پولنګ سټېشونونو ته معياري انتخابي مواد په زيات مقدار وركړې شوې او په دې لړ كښې يوه ګيله هم نه ده راغلې ۔ د ټاكنو كمېسون سېكتر ووئيل نزدې 8 لكه انتخابي عملې ته جامع تربيه وركړې شوې٬ د ټاكنو كمېسون د سياسي ګوندونو په مشارت سره انتخابي كانديدانو او سياسي ګوندونو لپاره جامع ضابطه اخلاق جاري كړې او په دې عملدر

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں