د پاكستان رېلوېز لخوا د وړوكي اختر په مهال كرايانو كښې د 30 فيصد رعايت كولو اعلان

image

لاهور۔2 جون(اے پی پی ) پاكستان رېلوېز د وړوكي اختر په مهال مسافرو لپاره كرايانو كښې د 30 فيصد رعايت كولو اعلان كړی۔ د اختر په اولنۍ او دوهمه ورځ به د ټولو ټرېنونو په ټولو كلاسونو كښې كرايانو كښې تر 30 فيصد رعايت وركولې شي۔ د اختر پېكج پرېكړه د پاكستان رېلوېز چيف اېګزېكټو آفيسر محمد آفتاب اكبر په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه۔ چیف اېګزېکټو آفیسر محمد آفتاب اکبر ووئيل پاكستان رېلوېز به د اختر په موقع اضافي ټرېنونه هم چلوي۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے دا مهال په اېډوانس بكنګ د رمضان پېكج ترمخه كرايانو كښې 20 فيصد رعايت وركوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں