قامي اسمبلۍ كښې فاټا پھ خېبرپښتونخوا كښې ضم كولو په حقله پھ آئين كښې 31 م بدلون په اكثريت سره منظور كړی شو

image

اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ فاټا پھ خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو په حقله پھ آئين كښې 31 م بدلون منظوري وركړی ده د كومې ترمخه به چې خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د فاټا 16 عامې چوكۍ څلور مېرمنو او يوه د اقليتونو لپاره چوكۍ بېله كړی شوې ده ۔فاټا كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنې د عامو ټول ټاكنو 2018 نه پس به په يو كال كښې دننه كولې شي۔د زيارت په ورځ د قانون وزير محمود بشير ورك پھ دستور كښې د 31 بدلون بل 2018 باندې د غور كولو تحريك وړاندې كړو او دغسې قامي اسمبلۍ په بل د غور كولو تحريك منظور كړو وړومبې سپيكر پرله پسې د بل د ټولو شقونو منظوري د غونډې نه واخسته او د بل د بېلو شقونو په اړه يې په حق او مخالفت كښې وار پھ واړ د غړو رائے معلومې كړی۔د بل د ځينو شقونو په حق كښې 229 ٬ 230 او 231 غړو دغسی په مخالفت كښې 3 او 11 غړو د خپلې رائے اظهار وكړو۔د قانون وفاقي وزير د درېمې خواندګۍ پھ توګه چې كله بل د منظورولو تحريك وړاندې كړو نو د سپيكر پھ امر د هال دروازې بندې كړی شوې او سپيكر غړو ته سپارښتنه وكړه چې بل دې د اوپن ډويژن د لارې منظور كړی شي ٬ دغسې د بل پھ حق كښې ولاړ غړي د هال ښي اړخ ته لاړل او په مخالفت كښې ولاړ غړي د هال ګس اړخ ته لاړل۔د دې نه وروستو د سپيكر په وېنا ټولو غړو وار پھ وار د خپلې مرستې اظهار وكړو۔د شمېرې نه پس سپيكر اعلان وكړو چې د بل پھ ملاتړ كښې 229 غړي رامخې ته شوي او په مخالفت كښې يوازې يو ووټ راغلې ٬ دغسې قامي اسمبلۍ يو په درې اكثريت سره فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د انضام په حقله آئيني بدلون بل منظور كړو۔د فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د انضام په حقله د 31بدلون بل 2018 په نامه ياد بل د لارې د آئين آرټيكل 1 ٬ آرټيكل 51 آرټيكل 59 ٬ آرټيكل 62 آرټيكل 106 ٬ آرټيكل 155 ٬ آرټيكل 246 او آرټيكل 247 كښې بدلون شوې۔د آرټيكل 51 ترمخه بدلون سره به د قامي اسمبلۍ د غړو شمېره د 342 په ځاې 326 شي۔د بل ترمخه د فاټا سره تعلق لرونكي غړي به خپله آئيني موده پوره كوي دغسې خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د بل ترمخه فاټا له 16 عامې چوكۍ٬د مېرمنو څلور چوكۍ او يو د اقليت چوكۍ وركړی شوې۔خو دا شرط اېښودلې شوې چې په يادو شوو چوكو به د 2018 ټول ټاكنو نه پس په يو كال كښې دننه ټاكنې كولې شي٬ د فاټا د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ اوسنۍ چوكۍ به د قامي اسمبلۍ تر تحليل برقرار وي۔د دې نه وروستو به دا شق حذف ګڼلې شي۔ياد دې وي چې وفاقې كابينې پھ 2017 كښې د فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو منظوري وركړی وه او په آئين كښې د 30م بدلون بل 2017 يې قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی ؤ كوم چې تراوسه قائمه كمېټۍ كښې پروت ؤ ۔دا بل به اوس بېرته اخستلې شي۔د بېلو سياسي ګوندونو پارلماني لارښودو او د قبائېلي سيمو استازو په مشوره په دې بل د بيا غور كولو لپاره كابينې په 22م مئي 2017 راجوړې غونډه كښې دا پريكړه وكړه چې د صوبې د سيوري لاندې قبائېلي سيمې او د وفاق لاندې قبائېلي سيمې به په خېبرپښتونخوا كښې ضم كولو له كوټلي بل جوړولې شي دغسې چې قبائېلي سيمې په قامي چوكاټ كښې شاملې كړی شي۔د دې ترمخه په آئين كښې 31م بدلون بل 2018 جوړ كړی شو۔د بل په مخالفت كښې د جے يو آئي (ف)غړې نعيمه كشور خان ووئيل مونږ وائيو چې د فاټا اولس رائے له عزت وركړی٬په دې بل كښې د قواعدو او ضوابطو خيال نه ساتلې كېږي او دا بل يوازې پھ فاټا نه بلكې په پاټا هم لاګو كېږي۔هلال الرحمان ووئيل مونږ انضام نه اصلاحات غوښتي وو ٬نن اصلاحات شاته لاړل٬عمران خان د سوئېلي پنجاب صوبې خبره كړی دغه د فاټا د 100 ورځو په پېكج كښې شاملول غواړي د كومې چې يو ځانله حېثيت موجود دے۔د تحريك انصاف داور كنډي د بل پھ مخالفت كښې ووئيل فاټا د انضام پھ ځاې ځانله صوبه دې جوړه كړې شي ۔د بل شاهده اختر علي او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عبدالقهار ودان هم مخالفت وكړو

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں