نواز شريف پاكستان او پاكستاني اولس لپاره محبت او خلوص د خپل عملي كردار د لارې ثابت كړے۔ وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر

image

اسلام آباد 21مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې په اوسني وخت كښې كوم يو سياسي لارښود هم د نواز شريف نه زيات محب وطن او پاكستان سره خلوص لرونكې نشته۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې نواز شريف پاكستان او پاكستاني اولس لپاره محبت او خلوص د خپل عملي كردار د لارې ثابت كړے۔ ده ووئيل چې كه په تېر وخت نظر واچول شي نو د دې خبرې وضاحت كېږي چې كه دفاع وي يا قومي سلامتيا٬ معيشت وي يا قومي يووالې ٬ په هر مېدان كښې د نواز شريف خدمات په نظر راځي۔ ده ووئيل چې سره د ټولو سازشونو د تېرو پنځو كلونو په مهال د 10 زره مېګاواټ نه زياته برېښنا پېدا كړې شوې او موټروېز جوړې كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې اوس به په راتلونكو ټولټاكنو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ كامياب كړي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں