د اے پي پي تر سېوري لاندې دوه ورځنۍ “نړيوال كنفرنس آف نيوز اېجنسيز” ټولې تيارۍ مكمل شوې

image
APP61-12 ISLAMABAD: May 11 – MD APP Masood Malik chairing a meeting with delegates from different international news agencies as the two-day International Conference of News Agencies (ICNA) is set to open on Sunday, the delegates from various countries arriving in the federal capital to attend the event, being held on May 13-14 being organized by the Associated Press of Pakistan (APP) under the theme, “Pakistan’s Media – Opportunities and Challenges” with special focus on ‘News Agencies – Emerging Professional Challenges.' APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 12 مئي(اے پي پي) په نړۍ كښې د پاكستان غوره تشخص رامخې ته كولو او د ميډيا په مېدان كښې د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره د خبر رسنيو ادارو ترمېنځه د كار اشتراك ودې لپاره (نن) د اتوار په ورځ پېل كېدونكي دوه ورځني “نړيوال كنفرنس آف نيوز اېجنسيز” (آئي سي اېن اے) له ټولې تيارۍ بشپړې كړې شوې۔ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) تر سېوري لاندې د مئي په 13مه او 14مه نيټه پېل كېدونكي دې كنفرنس كښې د يو شمېر هيوادونو پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔ د كنفرنس په پرانستې غونډه كښې به د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب اعزازي مېلمنه او د سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه به خاص مېلمه وي۔ د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك اسلام آباد ته په راتګ د مېلمنو هركلے وكړو او ھغوي سره ئې هيله څرګنده كړه چې كنفرنس په مهال به د خبر رسنيو ادارو ترمېنځه بامقصده مرستې ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل دا كفنرنس به خبريالانو له نېغه په نيغه رابطو جوړولو له هم مرستياله وي۔د پاكستان 70مې سالګرې مناسبت سره كېدونكې دې كنفرنس مقصد د هېواد تعميري تشخص رامخې ته كول او د خبر رسنيو ادارو ترمېنځه د كار اشتراك ته وده وركول دي٬ تر اوسه د چين ٬ انډونيزيا٬ آزربائيجان٬ ايران ٬ روميانيه٬ اومان٬ بلغاريه ٬ تركيې ٬ لبنان٬ سوډان٬ تيونس او د سوريې څخه استازي رارسېدلې دي او د نورو استازو راتګ هم امكان لرې۔ دا كفنرنس به نړۍ كښې د هېواد اعتدال خوښي تشخص رامخئ ته كولو له مرستياله وګرځي او دې سره به ګډون كوٶنكو ته د ميډيا په مېدان كښې په پېښو چېلنجونو غور كولو او د تګلارې موقعې ترلاسه شي٬ د ډيجيټل كميونكيشن په دې دور كښې قامي خبر رسنيو ادارو كردار اهميت اختيار كړې ځكه چې كوم هم قام د عالمګيريت چېلنجونو مخنيوي له جلا جلا نشي پاتې كېدې۔ كنفرنس كښې به د پاك چين اقتصادي لارې (سي پېك) ميډيا رابطو٬ خبر رسنيو ادارو ته د سباٶن چېلنجونو او ډيجيټل دور كښې د خبر رسنيو ادارو په كردار او د شريكې مرستې په سرخطونو مهمې ناستې كېږي۔ په بېلا بېلو څانګو كښې مركزي كردار ترسره كوٶنكيې به په دې مهمو سرخطونو د خيالانو څرګندونه كوي۔ خارجي استازي به د پاكستان د امن هلو حلو څكه خبرولې شي چې څنګه پاكستان د ترهګرۍ په چېلنج قابو موندلې دے

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں