د پاكستان پشمول د 19 هېوادونو خبر رسنې ادارې پھ پېشه ورانه مرسته كښې زياتوالي٬ د خبرونو٬ عكسونو او د وېديو نيوز فوټېج شېئرنګ لپاره سلا شول

image
APP65-13 ISLAMABAD: May 13 – Managing Director, Associated Press of Pakistan Masood Malik in a group photo with the participants of the two-day International Conference of News Agencies (ICNA), organized by the Associated Press of Pakistan (APP) under the theme, “Pakistan’s Media – Opportunities and Challenges” with special focus on ‘News Agencies – Emerging Professional Challenges.' APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د پاكستان پشمول د 19 هېوادونو خبري ايجنسو پھ پېشه ورانه مرسته كښې د زياتوالي په ضرورت زور راوړې د پرنټ او اليكټرانك مېډيا زياتې شوې ضرورت پوره كولو په غرض سره په خبرونو٬په عكسونو او وېديو نيوز فوټېج پھ تبادلې اتفاق كړې۔د اتوار پھ ورځ د قامي خبري اژانس ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)د سيوري لاندې نيوز ايجنسو دوه ورځنې كنفرنس پھ مهال د بېلو هېوادونو استازو”اے پي پي”ته انټرويو وركولو سره د دې پخلي څرګندونه وكړه چې هغوي به”اے پي پي”سره پېشه ورانه مرستې ته وده وركوي۔په كنفرنس كښې شريك د انډونېزيا د قامي خبر رسنې ادارې استازي ايلسوان ايزلے د يوې پوښتنې ځواب وركولو سره ووئيل چې مونږ اے پي پي سره د خبرونو تبادلې ته پراختيا وركول غواړو٬دې مقصد لپاره به ډېر زر نظام جوړ كړی شي۔دې ووئيل پھ انډونېزيا كښې 113 نيوز چينلز كار كوي او انطارا ته د پاكستان څخه د وېډيو فوټېج ضرورت دې٬او د انطارا پھ نړيواله كچه پراخا نېټ ورك جوړ كړی د كوم ځاې څخه چې هره ورځ تقريبا 1300 سټوريز رېليز كېږي٬زمونږ نيوز ايجنسي 300 صارفين لري او 60 فيصده فنډ حكومت د اړخه وركړی كېږي۔دې ووئيل انطارا به تر راروانو دوو كلونو ورځپاڼو او نيوز چينلو له خبرونه او وېډيو فوټېجز وړيا وركوي۔د آذربائيجان نيوز ايجنسۍ”آذر ټېك استازي ګونل ميلكوف ووئيل پاكستان ورور هېواد دې او آذربائيجان د پاكستان سره د مېډيا پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لري٬د آذرټيك آذري نه ځانله د نړۍ په لسو ژبو كښې نورو هېوادونو سره د خبرونو او وېډيو فوټېج تبادله كوي۔د يونان نيوز ايجنسۍ چيف ايګزېكټو آفسر ميچالس سيلوس ووئيل د يو لك څخه زيات پاكستاني په يونان كښې كار كوي او د يونان پھ اقتصادي او څوكالۍ كښې مهم كردار ادا كوي٬پاكستان يو مهم هېواد دې٬د اے پي پي سره د خبرونو او وېډيو فوټېج تبادلې پھ اړه لوظ نامې لپاره چمتو دې۔د مهر نيوز ايجنسۍ ډائرېكټر جنرل محمد مهدي رحيمي ووئيل پھ ايران كښې د پاكستان په اړھ خبرونو ته ډېر اهميت وركولې كېږي٬مهر نيوز ايجنسي پاكستان ايران يو لويې ګاونډي هېواد په سوب لويې اهميت وركوي٬ايجنسۍ يوه مكمل صفحه اردو ژبه كښې بېله كړی٬مونږ ګڼو چې بايد دواړه هېوادونه خپلو كښې د خبرونو تبادله وكړي۔د اے پي پي او منا ترمينځه د خبرونو تبادلې كومه لوظ نامه نشته٬مونږ په دې اړه پېشرفت غواړو۔ده د كنفرنس پھ اړھ ووئيل چې اے پي پي د بېلو هېوادونو نيوز ايجنسو له د خبرو اترو او خيالاتو څرګندونې له يو ښه پليټ فارم وركولو سره لويې ګام پورته كړی۔د مېډل ايسټ نيوز ايجنسۍ ايډيټنګ منيجر رضا سيد احمد عباسي الشازلي ووئيل په آئي سي اېن اے كنفرنس كښې ګډون كونكو د بېلو هېوادونو خبريالانو سره د خبرو اترو موقع په لاس ورغلې او د يو بل مسئلې معلومولو سره سره په ذاتي توګه مشاهده كښې مرسته ترلاسه شوې۔ده ووئيل آئي سي اېن اے كښې د ناصر جنجوعه خطاب زيات متاثره كن وو۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں