په سېنېټ كښې بېل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د كورنيو چارو په وزير د بريد سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې بېل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د كورنيو چارو په وزير د بريد سخته غندنه كړې او وئېلې يې دي چې په احسن اقبال بريد پھ جمهوريت بريد سره سمه خبره ده۔ټول قوم د دې بريد په ضد يو موټې دې٬دا بريد اړې ګړی پیدا كولو سره د ټاكنو ځنډولو هڅه هم كېدې شي۔ستر قاضي دې د امنيت په اړه په خپلو احكاماتو نظرثاني وكړي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې شېري رحمان د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال په شوي بريد د افسوس څرګندونه وكړه او د دې بريد غندنه كولو سره يې ووئيل چې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال د جمهوريت په اړه لويې كردار دې٬مونږ يې ستائنه كوو بايد د كورنيو چارو د وزير امنيت بهتر ساتلې شوې وې۔سياسي ګوندونه به د ټاكنو نه وړاندې د داسې ماحول پېدا كولو اجازه ورنه كړي٬مونږ به جمهوري عمل مخ په وړاندې بوځوپه كوم سياسي لارښود بريد به په جمهوريت بريد ګڼلې شي۔هغې ووئيل چې د مقبوضه كشمير په اړه قراردادونه منظور شي خو عمل پرې نه كېږي٬سناتور اعظم سواتي د بريد غندنه كولو سره ووئيل چې هيله ده احسن اقبال به هم دغسې جمهوريت لپاره هڅې روانې وساتي۔سناتور ميا رضا رباني د پیښې غندنه وكړه او وې وئېل چې جمهوريت لپاره د احسن اقبال مهم كردار دې۔مشتاق احمد خان هم د پیښې غندنه وكړه۔ډاكټر سېكندر او انوار الحق كاكړ هم د پېښې غندنه وكړه۔جهانزېب جمالديني ووئيل چې دا د خطرناكې لړۍ ابتدا ده بايد د دې مخ نيوي لپاره په ګډه فكر وكړی شي۔د كورنيو چارو وزير محفوظ نه وي نو په مونږ كښې څوك هم محفوظ نه دې۔لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم ووئيل چې بايد د دې په وجوهاتو غور وكړی شي چې دا پیښې ولې وشوې

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں