د نشه اي توكو دوهم وزير شهريار آفريدي خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د نشه اي توكو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي چې د رياستي ادارو ترمينځه د احترام رشته ضروري ده٬ رانا ثناﺀ الله عدالتونو بې ګناه نه دې ګرځولې٬هغه اوس هم ملزم دے٬ 17 ورځو كښې دننه د رانا ثناﺀ الله كيس ثبوت وړاندې كړی شوي وو۔ د قانون په حكمرانۍ به په هېڅ صورت كښې سودا بازي نه شي كولې٬انشاﺀ الله كيس به منطقي انجام ته رسولې شي۔ تېره ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوهم وزير شهريار آفريدي ووئيل چې رانا ثناﺀ الله عدالتونو بې ګناه نه دې ګرځولې٬هغه اوس هم ملزم دے۔ ده ووئيل چې رانا ثناﺀ الله د ضمانت نه وروستو تاثر وركړې چې كيس ختم شو٬هغه ته د لاهور هائي كورټ څخه ضمانت ترلاسه شوے او د لاهور هائي كوټ تفصيلي پريكړه هم نه ده راغلې۔ ده ووئيل چې جزا يا سزا وركول زما يا د كوم وزير كار نه دے٬ د قانون د حكمرانۍ به كومه سودا كولې نه شي۔ شهريار آفريدي ووئيل چې مونږ په 17 ورځو كښې دننه د رانا ثناﺀالله د كيس ثبوتونه وړاندې كړي وو۔ زما يا د اے اېن اېف كومه ذاتي دښمني نه ده٬بيا بيا پوښتنه كېږي چې وېډيو كوم ده٬كه چرې وډيو جوړېده نو وئېل كېدل به چې پلانټډ ده٬د مېډيا مونږ تل احترام كړے خو مېډيا له د كوم هم كيس دواړه اړخونه وړاندې كول پكار دي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان وژن دې چې ادارې مضبوط او غېر سياسي كړی شي۔ وزيراعظم په ما پوره باور لري٬مونږ نه يرېدونكي او نه سرټېټوونكي يو٬د هېواد څخه بهر ووم نو تاثر وركړی شوے وو چې وتښتېدو٬د رانا ثناﺀ الله په كيس كښې تاخيري حربې كارولې شي۔ شهريار آفريدي ووئيل چې د ظلم مخ نيوي كول او د مظلوم په سر لاس اېښودل زمونږ كار دے۔ ده ووئيل چې مونږ د عدالتونو احترام كوو او قانوني كاروائۍ كښې كوم مداخلت نه كوو۔ رانا ثناﺀ الله د لاهور هائيكورټ څخه ضمانت ترلاسه كړے ٬نواز شريف د علاج لپاره بهر تلې خو هغه هلته شاپنګ كوي

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں