حكومت كروندګرو ته ارزانه سره رسولو لپاره لويه سبسډي وركوي۔وفاقي وزير اسد عمر

image

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر٬د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير خسرو بختيار د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د وزيراعظم د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر د سرې صنعت استازو سره ملاقات كړې او ورسره يې د سرې پھ وركړه او د بيعې په چارو خبرې كړی دي۔په غونډه كښې كروندګرو لپاره د سرې د بيعې ټيېټولو او د دې وركړه باوري كولو لپاره په بېلا بېلو چارو غور وكړی شو۔په دې موقع اسد عمر ووئيل چې حكومت كروندګرو ته ارزانه سره رسولو لپاره لويه سبسډي وركوي خو داسې معلومېږي چې د سبسډۍ په طريقه كار د نور فكر كولو ضرورت دې۔كروندګرو ته د نيغ په نيغه سبسډۍ به زياته ګټھ وي٬حكومت به د جي آئي ډي سي په ختمولو هم غور كوي۔ده ووئيل چې حكومت معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې په ډي ريګولېشن باور لري۔ده د دې استازو څخه تجاويز هم وغوښتل د سرې د صنعت استازو وزيران د خپلو كارخانو د صلاحيت او ستونزو نه خبر كړل او باور يې وركړو چې په دوه اونو كښې به خپل تجاويز حكومت ته وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں