مريم صفدر د ټاكنو په كمپائن كښې د مودي په كشميريانو كونكې ظلم٬غېر قانوني او په غېر آئيني اقدامات ولې غلې ده۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب د مريم صفدر په بيان غبرګون

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي مريم صفدر د ټاكنو په كمپائن كښې د مودي په كشميريانو كونكې ظلم٬غېر قانوني او په غېر آئيني اقدامات ولې غلې ده٬مريم د مودي د اړخه د حريت لارښودو په زندان كښې په اچولو هم غلې ده۔مريم صفدر د كشمير د ټاكنو په كمپائن كښې د ووټ غوښتو په ځاے د پلار د بچ كولو فرياد كوي۔په اصل كښې مريم د نواز شريف لپاره اېن آر او غواړي٬هغې له مشوره وركوم چې د عمران خان څخه د هېڅ ډول اېن آر او هيله ونه لري۔د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د مريم صفدر په بيان خپل غبرګون كښې وئېلي دي د عمران خان په بغض كښې هغوي دومره په څه نه پوهېږي چې د عمران خان نامه د خپلې وېنا په اول كښې هم اخلي اخر كښې هم ۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان غوندې د آزاد جمو كشمير اولس پريكړه كړې چې د 25 جولائي ورځ د پي ټي آئي د كاميابۍ ورځ ده۔ده ووئيل عمران خان د كشميريانو رېښتونے وكيل دے٬عمران خان په ملګرو ملتونو٬ټرمپ سره ملاقات كښې او د او آئي سي پشمول په هر فورم د كشمير مسئله پورته كړې۔په ازبكستان كښې عمران خان د هند خبريال د پوښتنې په زړه پورې ځواب وركړے او يو ځل يې بيا د مودي آر اېس اېس نظريه په ډاګه كړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں