د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې غونډه به د جولائي په 15مه نېټه كېږي

image

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې غونډه به د جولائي په 15مه نېټه كېږي. د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د كمېټې په غونډه كښې به د مېري ټائم سېكورټي اېجنسې په ﴿ترميمي بل﴾ 2021م غور كولې شي. د كمېټې په غونډه كښې به د قومي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف د هېواد د دفاع او قومي سلامتيا په تناظر كښې د منطقې په بدلېدونكي صورتحال كښې د پاكستان كردار، د پاكستان او امريكې اړيكو، د امريكې د قومي سلامتيا سلاكار سره په جنېوا كښې د شوي ملاقات، هند سره د اړيكو په لړ كښې په اپډېټ او د افغانستان په اوسني صورتحال بريفنګ وركوي. د غونډې مشري به د كمېټې چيئرمېن سېنېټر مشاهد حسېن سيد كوي. غونډه به د پارلمان په ودانې كښې كېږي. په غونډه كښې به په نورو اړوند چارو هم غور كولې شي. په غونډه كښې به د دفاع وزير پروېز خټك او د قومي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف هم ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں