حكومت د نواز شريف په صحت سياست كول نه غواړي٬حكومت دعا كوي چې نواز شريف صحت مند شي

image

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي حكومت د نواز شريف په صحت سياست كول نه غواړي٬حكومت دعا كوي چې نواز شريف صحت مند شي٬نواز شريف روغتون ته د منتقل كېدو په اړه د خپل ډاكټر خبره نه ده منلې ٬ هغه د روغتون په خوا كښې د ګوند كارمندانو رايوځاې كولو٬د ټائرونو سوځولو پشمول د نورو لوازماتو پوره كولو نه پس روغتون ته منتقل شوې ٬ په دې نه پوهېږو چې د ډينګي ټېسټ نيګټيو راتللو باوجود هم پليټ لېټس دومره څنګه كمېږي٬وزيراعظم عمران خان په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئلې رامخې ته كولو له هلې ځلې كوي ٬د پاكستان پلاوې اېف اے ټي اېف كښې د هېواد كيس مخ په وړاندې بيائې ٬په داسې كښې 27 اكتوبر په توره ورځ قامي كاز ته د زيان رسولو سازش كېږي٬ 27 اكتوبر حكومت د تورې ورځې په توګه نمانځلو اعلان كړې ؤ ٬ د دې نه پس د دغې نېټې ټاكل يو سازش دے۔د نهې په ورځ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د كابينې غونډې نه پس د قانون او انصاف وزير سره مېډيا ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل تېره شپھ 12 بجې نواز شريف چې كله روغتون ته منتقل كېدو نو پھ دغه وخت دا خبر كېدله چې نواز شريف له د زهرو وركولو هڅه شوې او بيا په سمدستي توګه د ګوند كارمندان د روغتون خوا ته راجمع شول او احتجاج يې وكړو۔ دې ووئېل نن ځينې كسانو په خبري كنفرنس كښې چې د عمران خان په ضد كومې خبرې كړي د هغې غندنه كوم٬زمونږ عمر له دا مؤقف پاتې دے چې د يو رنځور د بچ كېدو فكر كوو۔دې ووئيل په ابتدائي توګه دا معلومه شوه چې هغه له د وينې نرمولو دوه ګولۍ ولې وركړی شوي٬ 61 كاله عمر كښې داسې داروګان څوك نه وركوي چې ورسره د وينې پلېټ لېټس كاؤنټ كمېږي ۔دې ووئيل دغه كسان په لويې څښتن د باور پھ ځاې پھ خپل داكټر عدنان باور لري۔ خاص مرستيالې ووئېل نواز شريف هم د هغه په سپارښتنه روغتون ته منتقل شوې۔دې ووئيل د نواز شريف لپاره كرپشن يو لويې زهر دي كومو سره چې هغه مخ كېږي۔دې ووئيل يو بل وي آئي پي بنديوان زندان څخه روغتون ته رسېدلې د هغه د زوي د خلې نه بيا بيا د ټاكنو خبره د حېرانتيا ده ځكه چې هغه په خپل كور ماتې سره مخ شوې۔ دې ووئېل ايا د ضمني نتيجو سره د هغوي سترګې نه دې پرانستلې شوي ٬حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬د پارليمان چلولو لپاره اپوزېشن د آئيني كردار ترسره كولو څخه تښتي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د يو عدالت جج د نامزدګۍ نه پس د صحت خرابۍ له امله د نا جوائن كولو خبرې اصل حقيقت دا دے د كومې مافيا په ضد چې ټرائل كېږي د هغې فيس كول د هر چا د بس خبره نه ده ٬عمران خان يوازنې لارښود دے څوك چې د دغې مافيا په ضد جهاد كوي۔دې ووئيل د معجزې د لويې څښتن په لاس كښې دي٬د مېډيكل په اصولو كښې د چا چې ډينګي ټېسټ نيګټيو وي د هغه پليټس لېټس دومره نه كمېږي ۔دې ووئيل د مولانا فضل الرحمان د مارچ او د دهرنې نېټه 27 اكتوبر اېښودلو باندې نه پوهېږو٬د 27 اكتوبر حكومت د تورې ورځې په توګه د نمانځلو اعلان كړې٬د دې نه پس د دغې نېټې په ټاكلو نه پوهېږو٬د اقنون او انصاف وفاقي وزير ډاكټر فروغ نسيم د رانا ثناﺀ الله كيس په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د لاهور هائي كورټ چيف جسټس يو ښه شهرت لرونكې جج د نشه اي توكو مخ نيوي عدالت لپاره نامزد كړې ٬د دې نه پس د لاهور هائي كورټ رجسټرار د اړخه وئېلي شوي چې ياد شوي جج د صحت خرابۍ په وجه د چارج نه اخستو پريكړه كړی۔د بل جج نامزدګي د لاهور هائي كورټ چيف جسټس لېږلې٬په هغې لا عمل روان دے ۔ ده ووئېل حكومت د وګړو ژوند ښه كولو له تندرفتاره انصاف لپاره بېل آرډيننس جاري كړې په هغې كښې يو آرډيننس دا هم دے چې د چا په ضد د پنځو كروړو څخه زيات د كرپشن كيس وي هغه له به په زندان كښې سي كلاس وركولې شي۔دا آرډيننس به په سمدستي توګه نافذالعمل وي۔د انصاف وركولو لپاره ليګل اينډ جسټس اتهارټي هم جوړېږي۔ده ووئيل د نېب په حقله يوه كمېټي هم جوړه شوې كومه به چې د كاروباري شخصياتو كيسونه ګوري۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په سمدستي توګه انصاف رسنې لپاره د بل آرډيننس غوندې كريمينل قوانين كښې هم د بدلون سپارښتنه كړې۔ ده ووئېل د سپريم كورټ چيف جسټس آصف سعيد كهوسه په مشرۍ كښې بېل سفارشات رامخې ته شوي۔دامعامله پيچيده ده خو دا به هم حل كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں