پینډۍ 26 ستمبر (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه يو ځل بيا خپل عزم تازه كولو سره وئېلي دي كشمير زمونږ د روح برخه ده٬د كشمير مسئله به د كشميريانو هيلو او يو اېن قراردادونو ترمخه حل شي٬مونږ كشميري وروڼو خوئېندو سره ولاړ يو٬هغوي به كله هم مايوس نه كړو٬مونږ د لائن آف كنټرول دواړو خوا مېشته كشميريانو سره ولاړ يو۔د آئي اېس پي آر له مخې د زيارت په ورځ د پاك پوځ سرلښګر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د آزاد كشمير څخه تعلق لرونكو زده كوونكو او د يوته پارليمان غړو ملاقات وكړو۔په دې موقع په خپله وېنا كښې د يوت باور زياتولو سره وئېلي دي يوته دې پرعزم وي٬محنت دې وكړي٬په خپل ځان او په قامي مشرتابه باور ولرې ٬محنت دې روان وساتۍ ځكه چې ستاسو كاميابي د پاكستان كاميابي ده۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند كرفيو د بشري حقونو خلاف ورزي ده او دې سره سره هند قصدا ً شهري آبادي په نخښه كوي٬ده ووئيل كشمير كومه جغرافيائي مسئله نه بلكې زمونږ كشميري اولس سره د مينې څرګندونه ده٬د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د معصومو وګړو محاصره د بشري حقونو د خلاف ورزي مثال دے