ډاكټر مليحه لودھي د افغانستان صورتحال په اړه د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب

image

ملګري ملتونه ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې استازې ډاكټر مليحه لودھي وئيلي دي هيله ده ډېر زر به د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرې بيا پېل شي كومې چې تېره اونۍ ناڅاپي ځنډولې شوې وې۔ د خبرو اترو بحالۍ سره به د انټرا افغان خبرو لاره هواره شي چې ورسره به افغانستان كښې د اوږدې مودې څخه د روانې جھګړې په سولييز ډول ختمېدل ممكن شي۔ د افغانستان صورتحال په اړه د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل په امن خبرو كښې دا ځنډ خوړل عارضي دے او هيله لرو چې دا خبرې به ډېر زر بيا پېل شي ولې چې په بل صورت به تشدد زيات شي چې ورسره به افغانستان كښې لا تاؤ تريخوالې رامخې ته شي۔ دې ووئيل پاكستان ټول عمري د تشدد غندنه كړې او ټولو ډلو ته ئې د زغم خپلولو وئيلي دي ۔ په هغوي ئې په دې باور سره د امن عمل سره په تړون لرلو زرو راوړې چې د افغانستان ستونزه كوم پوځي حل نه لري۔ مليحه لودھي ووئيل د امريكې او طالبان ترمينځھ د نېغ په نېغه خبرو اترو لس پراونو سره د مسئلې د حل اولني بنياد اېښودلو امكان روښانه شوے او هيله پېدا شوې چې دواړه ډلې په 18 كلونو كښې يو بل ته نزدې شوي ۔ دې ووئيل افغانستان كښې د څلورو لسيزو جنګ او غېر ملكي لاس وهنې څخه پخپله د افغانستان او پاكستان نه زيات زيان د بل كوم هېواد نه دې شوې ۔ دې ووئيل د جون مياشت كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غني او د پاكستان وزيراعظم عمران خان پخوانۍ بې اعتمادي ختمولو سره يو روشن خياله سوچ خپلولو ته صلا شوي وو۔ دې ووئيل په افغان امن عمل كښې زمونږ په هڅو كښې تجارتي ترافيك له د طورخم د پولې او د خپل فضائي حد پرانستل هم شامل دي چې ورسره زمونږ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شوي ۔ دې ووئيل پاكستان د زده كړو ٬ روغتيا او انفراسټركچر په څانګو كښې پرمختګ له د افغانستان مرسته كړې۔ دې زياته كړه چې پاكستان خپلو وروڼو خوېندو لپاره د خپلو كورونو او زړونو دروازې پرانستلو سره تر څلورو لسيزو د افغان كډوالو مرسته كړې۔ دې ووئيل مونږ عزت سره د دوي خپلو كورونو ته د ستنولو عزم كړې۔ دې ووئيل په سيمه ايزه كچه تېره اونۍ اسلام آباد كښې د چين ٬ افغانستان او پاكستان د خارجه وزيرانو د درې اړخيزه خبرو اترو درېم پراو تر سره شوې چا چې د سياسي خبرو د لارې د شخړې هواري له د خپل ملاتړ پخلې كړے

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں