د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان خبري كنفرنس ته وېنا

image

سيالكوټ 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې پرون يو وارداتي ټولګې د پانامه كېس رامخې ته كېدو نه پس په مېډيا په يوه نوې بيانيه بيانولو كښې مصروف و٬ پانامه كېس سره تړون لرونكې يوه داسې پرېكړه كومه چې د سترې محكمې معزز قاضيانو كتله٬ په عدالت كښې د دې كېس ټرائل كېدو٬ د دې كېس په پرېكړه سياسي پوائنټ سكورنګ كېدو٬ په دې كېس سياسي تھېټر ولګول شو او اولس ګمراه كولې شو٬ مريم نواز د بې وسې څرګندونه كړې٬ د دهوكې او ګمراه كولو واردات د دې ښځې په بريف كېس كښې موجود و كومه چې ځان نائب صدر ليكي۔ د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې مريم صفدر پرون د صدر په موجودګۍ كښې خبري كنفرنس ته وېنا وكړه۔ هغې دا تاثر وركولو سره يوه بيانيه اولس ته وړاندې كړه چې جج د يو معزز سړي په ضد پرېكړه كړې۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې جج ارشد ملك د وېډيو نه انكاري دے٬ دا جعلي ده٬ داسې پرده نشين به بې نقابه كوو كوم چې په دې جعل سازې كښې ككړ دي٬ ناصر بټ د وېډيو ريكارډنګ كردار دے٬ د جعل سازې مشكوك كردار بې نقابه كول د حكومت ذمه واري ده٬ د وېډيو راجكماري اولس سره چې كومه لوبه كوله ٬ هغه د قوم په وړاندې راوستل ضروري دي٬ عدالتونه چېلنج كول٬ ادارې كمزورې كول٬ په عدالتونو بهتان لګول او قانون يرغمال كول د مريم نواز مشغله ده۔ هغې ووئيل چې په جعل سازې مقدمه درج كېدے شي٬ جج په خپله ريفرنس هم دائر كولې شي٬ پرده نشين به بې نقابه كوو۔

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں