وزيراعظم د پاكستاني پوځ لخوا د راتلونكي مالي كال په دفاعي اخراجاتو كښې د رضاكارانه كمي كولو د پرېكړې ستائنه وكړه

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان د پاكستاني پوځ لخوا د راتلونكي مالي كال په دفاعي اخراجاتو كښې د رضاكارانه كمي كولو د پرېكړې ستائنه كړې۔ په خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستاني پوځ لخوا سره د قومي سلامتيا چېلنجونو د راتلونكي مالي كال په دفاعي بجټ كښې د كمي كولو پرېكړه د ستائنې وړ ده۔ په دفاعي اخراجاتو كښې د رضاكارانه كمي په نتيجه كښې لاس ته راتلونكې سرمايه به په خېبر پښتونخوا كښې د ضم شويو قبائيلي ضلعو او د بلوچستان په رغونه او پرمختګ صرف كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں