په روژه كښې د امنيت پشمول د ټولو چارو په اړه د صوبو ترمينځه مشاورت دې باوري كړی شي

image

اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د كورنيو چارو وزارت او ټولو صوبائي حكومتونو ته سپارښتنه كړی چې په روژه كښې د امنيت پشمول د ټولو چارو په لړ كښې د صوبو ترمينځه مشاورت دې باوري كړی شي٬د وفاقي پايه تخت پشمول په ټولو صوبو كښې تر لاندې كچه دې د پرائس كنټرول كمېټۍ جوړې كړی شي٬په منډيانو كښې نيلامي او بيعې تر ممكنه حده لاندې ساتلو له دې اړوند چارواكي په منډيانو كښې خپل شتون باوري كړي٬د كومو څيزونو بيعو زياتېدو چې اهتمال كېږي د هغې بيعې كنټرول كولو له دې متبادل پلان هم جوړ كړې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس د اړخه ليكلې شوي خط كښې سپارښتنه شوې چې د استخبارتي معلوماتو په بنياد د ذخيره اندوزو او بليك ماركيټ كوونكو عناصرو په ضد دې كاروائي وكړې شي او په هره ضلع كښې دې د مهمو ماركيټونو لپاره د افسرانو ډيوټي روسټر جوړ كړې شي۔خط كښې وئېلي شوي د لائن ډيپارټمنټ افسرانو خذماتو څخه استفاده كولو له دې اړوند قانون نافذ كوونكو ادارو له د مجسټرېټ اختيار وركړې شي۔ده ووئيل په ذيلي كچه او افسرانو له د وركړې شوې اهدافو تر سره كولو په بنياد دې د اړوندو افسرانو د كاركردګۍ جاج واخستلې شي۔د دې نه علاوه د څيزونو د كمي٬ د ګرانو خرڅولو په لړ كښې دې په سيټزن كمپلانټ سېل د فيډ بيك لپاره د رضا كارو خذمات ترلاسه كړی شي او د ارزانه بازارونو جوړول دې باوري كړې شي۔خط كښې وئېلي شوي د روژې په مياشت كښې د لاؤډ سپيكرو استعمال په لړ كښې دې خاص اقدامات وكړی شي او د تروايح لمونځ پھ مهال دې امنيت باوري كړې شي۔وزيراعظم د كورنيو چارو وزارت ته په دې لړ كښې د ټولو اړوندو شراكتدارو سره غونډې كولو او د شريكې مرستې په اړه د لارښوونې اصول مرتب كولو له سپارښتنه هم كړی

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں