نړيواله ورورولي دې مداخلت كولو سره د هند او پاكستان ترمينځھ د تاؤ تريخوالي سبب جوړېدونكې جموں وكشمير مسئلې حل له خپل كردار ترسره كړي۔ د آزاد جموں وكشمير اولس مشر

image

ممظفرآ باد ۔ 3 مارچ (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كړې دې چې هغه دې لاس وهنه كولو سره د هند او پاكستان ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه ختم كړي او د ددې سبب جوړېدونكې د جموں وكشيمر شخړه هوارولو كښې دې خپل كردار ترسره كري۔ الجزیرہ ټي وي سره مركه كښې ده ووئيل د سوئيلي آسيا دوه اتومي هېوادونو ترمينځھ ممكنه جنګ د سيمې ټولو هېوادونو او د نړۍ امن او سلامتيا لپاره لوئې خطر دې د كوم لرې كولو له به چې نړيوالې ورورولۍ له بشپړه هڅې كول وي۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې څخه وروستو هند يو اړخ ته د پاكستان د وېرولو او دې ته د دړكو وركولو لړۍ پېل كړه او بل اړخ ته ئې په سفارتي توګه د پاكستان د ځانله كولو هڅې وكړې ولې هغه دې كښې ناكامه شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند لخوا د جنګ دړوكو نه وروستو د آزاد كشمير په اولس كښې غم او غصه او اشتعال موندلې شي او هغوي هند ته د بشپړه ځواب وركولو غوښتنه كوي۔ ده ووئيل دا يو داسې صورتحال دې چې مونږ جنګ پلو بوتللې شي او كه داسې وشوه نو ددې ذمه واري به په هند وي۔

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں