د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د سيالكوټ په ځائي كالج كښې دستورې ته د خاص مېلمنې په توګه وېنا

image

اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ماشوم وړومبې درسګاه د مور غېږه ده، د يو هلك تعليم يوازې د يو تن تعليم او د يوې جينې تعليم د ټولې ټولنې تعليم دے، اوس هغه وخت تېر شوے چې جنګ به په مېدان كښې كېدو، اوس جنګونه په معاشي مېدان كېږي او مونږ د پاكستان د آبادې 52 فيصده برخه په يو صورت هم د جنګ د مېدان نه لرې نه شو ساتلې. هغې دا خبرې د سيالكوټ په ځائي كالج كښې دستورې ته د خاص مېلمنې په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيالې زده كوونكو ته ووئيل چې سيالكوټ د شاعر مشرق ډاكټر علامه محمد اقبال پشان د نړۍ د عظيم مفكر ښار دے او د دې ښار هره يوه جينې د خپل عظيم اتل حضرت علامه محمد اقبال په فلسفه عمل كولو سره جهالت ته په ماتې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي. هغې ووئيل چې جينكۍ د حضرت فاطمه الزهره ﴿رض﴾ د ژوند نه رڼا اخستلو سره په دنيا او اخرت كښې كامياب ژوند تېرولې شي. په دستوره كښې د تعليم صوبائي وزيړ نه علاوه نورو اعلٰي چارواكو او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں