اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د هند سترې محكمې د هند بيانيه له مېنځه وړې ده ٬ پاكستان عمر له د هند د يو اړخيزه تور عمل بشپړه غندنه كړې٬ وزيراعظم عمران خان په جوش سره مودي له په مېړنتوب او په هوش سره نړيوالې ټولنې له باور وركړے چې د كشمير مسئله د انسانيت مسئله ده٬ د ستمبر په 27مه نېټه به د وزيراعظم عمران خان د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې تاريخي وېنا وي٬ عمران خان به وړومبې وزيراعظم وي څوك به چې د كشميريانو د وكيل په توګه دا معامله په ملګرو ملتونو كښې پورته كوي٬ په مقبوضه جمو او كشمير كښې زيات شوې ظلم په وروستو سلګو دے٬ پاكستان د دې ظلم تل لپاره د خاتمې په تږ لاره عمل كوي٬ بايد په دې وخت كښې كشميريانو سره يووالي لپاره سياسي اے پي سي راوبللې شي٬ غلو او ډاكوانو لپاره نه۔ هغې دا خبرې د ګل په ورځ د كشمير يووالي ټول ګونديز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ كنفرنس ته د مشائخ او علماﺀ كونسل پاكستان چيئرمېن صاحبزادہ پیر سلطان فیاض الحسن قادري، د جمو او کشمیر سالډېټری موومنټ (جے کے ایس ایم) مشرې عظمیٰ ګل، د بھېرہ شریف ګدی نشین پیر حسنات، خالد سلطان، د مسلم لیګ ضیاء مشر اعجاز الحق، د جماعت اسلامي لیاقت بلوچ او د مولانا فضل الرحمان خلیل پشمول نورو هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې په لويه شمېره علماﺀ او مشائخو ګډون كولو۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مشائخ عظام د حكومت كار ترسره كوي٬ د دې كنفرنس د لارې علماﺀ او مشائخ د قيام پاكستان نه واخله تر استحكام پاكستان فريضه ترسره كولو لپاره يو موټې دي او د كشمير كاز رامخې ته كوي۔ د كشمير مسئله سياسي نه زمونږ د بقا مسئله ده۔ هغې ووئېل چرته چې عزتونه تار تار كېږي٬ هلته بيا يو موټې كېدل وي٬ په سخت وخت كښې د قام په نوم د سياست چېمپئنز ته قام ګوري چې په بحراني صورتحال كښې د دوي كوم كردار دے۔ هغې ووئيل د دې ځائ نه چې كوم پېغام تلونكې دے٬ هغه په درې ځايونو كښې اورېدونكې دے٬ تر ټولو وړاندې په پاكستان كښې دننه چارو ته 22 كروړه اولس ګوري۔ هغې ووئېل د چا نوم چې د پاكستان پېژنګلو سره تعلق لري هغه د پاكستان سره د كلمه طبيه رشته لري۔ په دې مشكل او د مصيبت په وخت كښې زمونږ كوم كردار و او د رياستي ترهګرې په قېد كښې د كشمير چې كومه برخه ده٬ آزادولو لپاره ئې كومې هڅې شوي۔ هغې ووئېل د دې نه علاوه د كنټرول لائن په بله غاړه 20 لكه كشميريان كوم چې د جبر٬ طاقت٬ استحصال او د ټوپكو په سيورې كښې په خپل اصولي دريځ ولاړ دي او په مړانه خپله بيانيه نړۍ ته وړاندې كوي٬ هغوي هم په دې پوهېدل غواړي جې د پاكستان د ټولو مكتبونو د خلقو غږ زمونږ د دريځ ملاتنړ كوي كنه۔ دريم فورم نړيواله مېډيا٬ نړيوال طاقتونه٬ ډپلومېټك كور دے كوم چې داسې چارېو باندې ژور نظر لري۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چرته چې د نظرياتو ټكر راځي٬ هلته د حق او باطل ترمېنځه جنګ كېږي٬ باطل ختمېدو لپاره او حق بريا لپاره وي۔ هغې ووئيل د جمعيت علماﺀ اسلام هند د مودي بيانيې سره اودرېدل د اندېښنې وړ خبره ده۔ هغې ووئيل په سيالكوټ كښې په لويه شمېره كشميريان مېشته دي۔ زما حلقه انتخاب د هند جارحيت سره زياته مخ كېږي٬ فخر كوو چې قام ته د وزيراعظم عمران خان غوندې جرات منده لارښود په لاس ورغلې كوم چې په جرات سره مودي ننګولې٬ هغې ووئيل د بشري حقونو د كونسل د غونډې اعلاميه لويه سفارتي بريا ده٬ د اروپائي اېئتلاف په پارلمان كښې د كشمير مسئله په وړومبي ځل تر بحث لاندې راځي٬ نړيواله ټولنه په مقبوضه سيمه كښې د هند په ظلمونو اندېښنه څرګندوي٬ د نړيوالو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كولو لپاره لا ډېر څه كول پاتې دي٬ د ټول ګونديز كنفرنس اعلاميه به نړيوالې ټولنې ته موثر پېغام وركړي۔ هغې ووئيل مونږ باور وركوو چې د كشمير مسئله به په هره كچه په ډاګه كولې شي٬ د كشمير نه بغېر پاكستان نامكمل دے٬ د كشمير په كاز به د پاكستان حكومت د كشميريانو غږ جوړېږي۔ هغې ووئېل مظلومو كشميريانو له باور وركوو چې د پاكستان بچې بچې دوي سره ولاړ دے٬ د مقبوضه كشمير د اولس غم دړد محسوسوو٬ كشمير د پاكستان دفاعي حصار دے٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د ظلم دا تياره به ختمه شي٬ كشمير به يوه ورځ ضرور پاكستان جوړېږي۔ هغې ووئيل قوي بيانيې سره په اودرېدو علماﺀ او مشائخو ته سلام كوم٬ كشمير كاز لپاره بوخت د حريت مشران او نور وروڼه او خوئېندې يوازې نه دي۔ په دې موقع عظمٰي ګل ووئيل هند په داسې پروژو كار كوي چې ورسره پاكستان د ابو څاڅكي څاڅكي ته اوترسېږي٬ مونږ ته به په دې لړ كښې د وړاندې نه پلان كول وي۔ د جماعت اسلامي لارښود لياقت بلوچ ووئيل دا كنفرنس د قام فعاله كولو ذريعه ده٬ كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړې شوې٬ مونږ هيله لرو چې د كشميريانو حوصلې به كمې نه شي او تر آزادې به خپلې هڅې روانې اوساتي۔ په مظفر آباد كښې د وزيراعظم عمران خان وېنا پياوړې وه۔