اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم خزانې لپاره خاص مرستيال ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي سپېځلې او ګډ ګورننس باوري كولو لپاره د ګاز انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس معامله سپريم کورټ ته د سپارلو پرېكړه شوې ده ، حكومت به خپله هره پرېكړه كښې د قانون ٬ اولسي ګټې او سپېځلتيا ته نظر كوي٬ نان ټيکس ريونيو كښې د 800 اربه روپو اضافه امكان لري ٬ د حكومتي اقداماتو څخه ټېكس وركول زيات شوے ٬ د پټروليم مصنوعاتو د نړيوالې بيعې خواږه اولس ته رسولې شوې دي٬ په برآمداتو كښې زياتوالې او درامداتو كښې د كمي مثبتې نتيجې رامخې ته شوې ٬ د حكومتي اقداماتو او پاليسو په سوب په وړومبي ځل تجارتي زيان كښې كمې راغلې ۔ د دې خيالاتو څرګندونهپ د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وفاقي وزيرانو حماد اظهر، خسرو بختيار، عمر ايوب، او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد او خاص مرستيال نديم بابر سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې سېكتر نويد کامران بلوچ، د اېف بي آر چيئرمېن سيد شبر زېدي او نور چارواكي هم دوي سره وو۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل اوسني حكومت ته خراب معيشت په ميراث كښې پاتې شوې خو د وزيراعظم معاشي ډلې د اقتصادي صورتحال بهترۍ لپاره هڅې كوي٬ درآمدات او د كرنټ اكاٶنټ زېان كښې كمې راغلې او برآمدات زياتولو لپاره ګامونه پورته كړې كېږي٬ ده ووېيل په ورومبي ځل عكسري خرڅونه منجمد كړې شوې او د قبائيلي ضلعو پرمختګ لپاره 150 اربه روپۍ بېلې كړې شوې او په بجټ كښې بې وسه طبقو ته خاص مراعات وركړې شوي۔ ده ووئيل تېر كال درامدات 5 نيم اربه ډالره وٶ او سږ كال څلور نيم اربه ډالره دي٬ د ټېكس وصولي هدفونو په مقابل كښې 90 فيصده كچې ته رسېدلې او د ټېكس وركٶنكو شمېره 27 فيصده اضافې سره 25 لكه ته رسېدلې ۔ ده ووئيل د كال 2015 نه تر اوسه د سېلز ټېكس ري فنډ كليئر كولو پرېكړه شوې چې ورسره به لس زره ټېكس وركٶنكو ته ګټه اورسي۔ ده ووئيل د سيلولر لائسنس تجديد لپاره د اپ فرنټ ادائيګو پرېكړه شوې او په تېرو دوه دريو ورځو كښې د جېز او ټېلي نار كمپنو لخوا 70 اربه روپۍ حكومت ته وركړې شوې ٬ په دې لړ كښې معامله په عدالت كښې ده د ټولو چارو ترسره كېدو نه پس به ادائيګي د 200 اربه روپو نه د زياتېدو هيله ده ۔ ده ووئيل د روپۍ قدر مستحكم كېږي٬ مونږ د معيشت د ګروته شرح جې كوم 2.4 هدف اېښې ھغه به په آسانۍ سره ترلاسه كړې شو۔ د خزانې سلاحكار ووئيل ايکنك د كركيلي په څانګو كښې د 250 اربه روپو منصوبو منظوري وركړې ٬ په تېرو پنځو كالو كښې زرعي پرمختګ منفي ٶ او سږ كال د درې نيم فيصده پرمختګ امكان دے ۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل د جي آئي ډي سي په اړه تېره ورځ حكومت پرېكړه كړې چې د دې معاملې لارښودنې لپاره سپريم كورټ ته مراجعه وكړې شي ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د قانون ٬ اولسي ګټې او سپېځلتيا له مخې به پرېكړه كولې شي٬ د جي آئي ډي سي معامله سترې محكمې ته د پرېښودو مقصد سپېځلتيا باوري كول دي۔ ده ووئيل په ګرځېنده قرض كښې هر مياشت 38 ابه روپۍ اضافه كېده ٬ چې اوس پكښې د 28 اربه روپو كمې راغلې ٬ جولائي كښې د ګرځېنده قرض مياشتنې حجم لس اربه روپو ته راوستلې شوې كومه چې لويه كامايبه ده ۔ ده ووئېل حکومت ګرځېنده قرض د راتلونكي كال تر دسمبر مياشتې صفر فيصده ته د راوستو هدف ټاكلې ۔ د يوې پوښتنې په جواب ده ووئيل ژمي كښې د ګاز د زياتو بلونو د اېډجستمنټ