د چين د سنټرل كمېشن وائس چيئرمېن جنرال زوكلي آنګ د لوړې پاې پلاوي سره په اسلام آباد كښې د نيول هېډكوارټرز دوره وكړه

image
APP45-27 ISLAMABAD: August 27 - Chief of the Naval Staff, Admiral Zafar Mahmood Abbasi exchanging view with General Xu Qiliang Vice Chairman of Chinese Central Military Commission at Naval Headquarters. APP

اسلام آباد 27 اګست (اے پی پی) د چين د سنټرل كمېشن وائس چيئرمېن جنرال زوكلي آنګ د لوړې پاې پلاوي سره په اسلام آباد كښې د نيول هېډكوارټرز دوره وكړه او چيف آف دي نيول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي سره يې ملاقات وكړو۔د پاك بحريه لخوا جاري شوي بيان له مخې نيول هېډكوارټرز ته په رارسېدو د پاك بحريه مشر د چين وائس چيئرمېن هركلے وكړو۔د پاك بحريه چټك ډلې دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔درون مېلما د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د نيول هېډكوارټرز پرنسپل سټاف آفيسر سره يې ملاقات وكړو۔امير البهر سره په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړی شوې۔اېډمرل ظفر محمود عباسي د پاك چين دوستۍ اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو د اولس او ځواكونو ترمينځه د اعتماد او ورورولۍ مثالي تعلق دې۔نيول چيف د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمينځه د روانو پروژو په پرمختګ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده په كثيرالقومي بحري مشق امن 2019 د چين د بحريه او د دوي د سپېشل آپرېټنګ ځواكونو د ګډون هم مننه وكړه۔دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې سي پېك نه يوازې بلكې د دواړو هېوادونو د اولس معاشي استحكام لپاره ضروري دې۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع په څانهګه كښې د شريكې مرستې په وعده هم د اتفاق څرګندونه وكړه۔درون مېلما ته په بحري هند كښې د امنيت صورتحال امن او استحكام لپاره د پاك بحريه په اقداماتو بريفنګ هم وركړو۔د چين وائس چيئرمېن به په كراچۍ كښې د بحريه د فيلډ كمانډ دوره هم كوي۔دې دورې سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو اړيكې وكړي بلكې دفاعي اړيكې به هم قوي شي

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں