اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د پټروليم وزير مصدق ملك په ځوانان زور رواړے چې ھغوي دې خپل دننه معروضيت، ژور نظر او وسعت نظري رامخې ته كړي۔ وفاقي وزير د لوړو زده كړو كمېسون تر سېوري لاندې د پاكستان ځوانانو غېر معمولي كارنامې رامخې ته كولو او بېن الصوبائي همغږۍ ته ودې وركولو لپاره د “پاكستان قيصۍ او د ځوانانو كردار” په موضوع قامي يوتھ كنونشن ته خپلې وېنا كښې ځوانانو له مشوره وركړه چې د خپلو غلطو نه زده كړه وكړي ۔ ده مايوسي لرې كولو او د پاكستان په اړه د اميد په زړه پورې سوچ ساتلو زور رواړو ځكه چې دا هېواد قائم پاتې كېدو لپاره جوړ شوے۔ مصدق ملك په ځوانانو زور رواړو چې د پاكستان په اړه فكر وكړي او د اجتماعي قامي منزل ذمه وارۍ سنهبال كړي٬ ځكه چې د پاكستان سباٶن د ځوانان په لاسو كښې دے۔