په راروانو ټول ټاكنو كښې به په ضابطه اخلاق سختۍ سره عمل كولے شي٬ الېكشن كمېشن به بې پرې او سپېځلې ټاكنې باوري كوي٬ چيف الېكشن كمېشنر

image

اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) الېکشن کمېشن وئيلي دي د ټول ټاكنو په مهال به په ضابطه اخلاق په سختۍ سره عملدرآمد كولې شي٬الېکشن کمېشن به بې پرې او سپېځلې ټاكنې باوري كوي۔ د شورؤ په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د الېکشن کمېشن غونډه د چیف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د الېكشن كمېشن غړو په شمول د بېلو سياسي ګوندونو استازو او د الېكشن كمېشن اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ الېکشن کمېشن سیاسی ګوندونو څخه د ضابطه اخلاق په مسوده فيډ بېك واخست او هغوي په دې اړه خپل وړاندېزونه رامخې ته كړل۔ الېكشن كمېشن په دې وړاندېزونو غور وكړو او د ضابطه اخلاق په مسوده كښې يۍ د مناسب بدلون باور وركړو۔ الېکشن کمېشن ووئيل د ټول ټاكنو په مهال به په ضابطه اخلاق سختۍ سره عملدرآمد كولې شي٬الېکشن کمېشن به بې پرې او سپېځلې ټاكنې باوري كوي۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں