صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د سعودي د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حامد الرويلي وليدل

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې پاكستان سعودي عرب سره اړيكې مهمي ګڼي٬سعودي عرب عمر له په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬دواړه وروڼه هېوادونه په بېلو څانګو كښې ښه اړيكې لري او په بېلو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو د يو ډول خيالات لري۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حامد الرويلي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كړې۔په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي هم د ملاقات په مهال موجود وو۔په ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب د تجارت٬معيشت او دفاع په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا ښه والي عزم پخلې وكړو۔صدر مملكت ووئيل چې پاكستان د سرمايه كارۍ خوښي لري ځكه چې په هېواد كښې د كركيلې او د آئي ټي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ لويې صلاحيت لري۔ده ووئيل چې پاكستان د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل جوړ كړی دغسې چې پريكړه كول تندولو او په څلورو مهمو څانګو كښې نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كارۍ ته آسانۍ جوړولو لپاره د ون ونډو پليټ فارم په توګه كار وكړې شي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې پاكستان د سعودي عرب په بېلو څانګو كښې ښه اړيكې لري او په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د دوي خيالات مشترك دي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان وژن وستائېلو۔په دې موقع د سعودي د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حامد الرويلي ووئيل چې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه وړاندې څخه په بېلو څانګو كښې نزدې اړيكې لري۔ده د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا ښه كولو زور راوړو او وې وئېل چې د سعودي عرب وژن 2030 ګاونډي هېوادونو سره سره اسلامي نړۍ كښې به هم خوشحالي راولي۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں