کراچی۔22اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ نظريه پاكستان ته په ترجيحي بنيادونو د ودې وركولو عزم څرګندولو سره وئيلي چې قائد اعظم محمد علي جناح ټول عمري د اقليتونو د حقونو خبره كړې ده ٬ نګران حكومت به خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي٬ د سپېځلې او بې پرې ټاكنو كولو كښې به هره ممكنه مرسته كوي ۔ د دې خيالات څرګندونه ده د نهې په ورځ د قائد محمد علي جناح مزار ته د حاضرېدو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كوم مقصد لپاره چې قائد اعظم دا رياست جوړ كړو دې سره دې د وفا پخلې وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د نظريې ٬ فكر او د وفاق په اړه چې د قائد اعظم او علامه اقبال كوم پېغام دے په دې محدود وخت كښې دې د دې سماجي لوظنامې خلقو سره بار بار تذكره وكړې شي د كومې لاندې چې د دې رياست د وجود ضرورت محسوس كړے شو۔ دا رياست د يو غالب اكثريت د غاصبانه حكمرانۍ ادراك كولو سره يو لويې اقليت لپاره جوړ كړې شو ٬ بيا هغه غالب اقليت اكثريت جوړ شو او دې څخه وروستو د اقليتونو نوي شكلونه رامخې ته شول۔ وزیراعظم ووئيل قائداعظم محمد علی جناح په 11 اګست 1947ء آئین ساز اسمبلۍ ته تاريخ ساز خطاب وكړو۔ دا خطاب د نوې اقليتونو په اړه وو كوم چې د نوي رياست جوړېدو څخه وروستو رامخې ته شوي وو۔ د ژبې ٬ مذهب او فرقې په بنياد سماجي ډلې رامخې ته شوې۔ بنيادي نعره ده وه چې د پاكستان دننه به سماجي او معاشي حقونو د وګړي او رياست وي۔ دا به د مذهب او صوبائيت نه بالاتر او د صلاحيت په بنياد وي۔ ده ووئيل مونږ ته چې كومه آئيني ذمه واري راكړې شوې ده هغه د قائد د خوب او د هغه د عزم عكاسي كوي۔ په دې موقعه د سندھ ګورنر كامران ټېسوري ٬ نګران اعلی وزير جسټس (ر) مقبول باقر او نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی او د كابينې نور غړي هم موجود وو