اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وزیر انیق احمد سره د سعودی سفیر نواف سعید المالکی ملاقات کړې۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې ملاقات كښې د سعودی ډپټی منسټر ډاکټر حسن مناخره، سیکرټری مذهبی امور، ډی جی حج هم ګډون كولو۔د حج وزیر ډاکټر توفیق الربیعه په مشرۍ كښې د سعودی پلاوي د پاكستان دوري په اړه د خيالاتو څركندونه وشوه۔وفاقي وزير انیق احمد ووئيل د سعودی پلاوي د پاكستان دوره تاریخی اهمیت لري،سعودی وزیر حج د مسجد الحرام او مسجد نبوی چیئرمېن په حيث زيات محترم دې،د سعودی پلاوي سره به حج، عمره، روټ مکه، مذهبی سېلګرۍ ودي پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔وفاقی وزیر ووئيل راروان حج انتظامات كښې جدت او ښه والي لپاره ایم او یو به لاس ليك كولې شي۔په دې موقع د سعودی سفیر ووئيل پاکستان زمونږ دويم كور دې، مونږ پاكستاني خپل وروڼو له زيات اهمیت وركوو۔