اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د قامونو په پرمختګ كښې د زلمي كول كردار اهم دے٬ فني تعليم په اوسني دور كښې د پرمختګ او سوكالۍ كنجي ده، تعليم، روزګار او صحت يوازې د شمندو حق نه دے بلكې د ټولو حق دے٬ د 75 كالو عادتونه بدلول اسان كار نه دې خو كلكې ادارې سره به په ګډه تعليم عام كوٶ٬ فني ترقي زمونږ وړومبۍ ترجيح پكار ده٬ فني تعليم لرونكې ځوانان بهر هېواد ته لېږلو سره به تجارتي زيان كښې كمې راشي، د تعليم ودې لپاره به ټول وسائل پكار راولو۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف ټيکنالوجي د مرکزي کېمپس د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران مريم اورنګزېب، احسن اقبال، رانا تنوير حسېن، ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله شزه فاطمه او د نېشنل يونيورسټي آف ټيکنالوجي رېکټر لېفټيننټ جنرال معظم اياز سره سره په لويه شمېره زده كوٶنكي هم موجود وو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د نسټ افتتاحي دستوره كښې ګډون زما لپاره د فخر خبره ده٬ د هنر مندۍ تعليم په اوسني دور كښې د پرمختګ او سوكالۍ كنجي ده٬ تعليم پخپلو پښو د ودرېدو يو هنر دے كوم چې لوي څښتن مونږ ته راكړېدے خو د قامونو د پرمختګ په زغل كښې په تندۍ سره مخ په وړاندې تګ لپاره فني تعليم تند رفتارۍ سره د كاميابۍ ضمانت دے٬ يونيورسټي ته په راتګ متاثره شوې يم٬ انتطاميه به دا په برق رفتارۍ سره مخ په وړاندې بيائي او د زرګونو په شمېر كوچنيانو ته فني تعليم وركولو سره به نه يوازې پاكستان بلكې په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړي او خپلې كورنۍ لپاره به د عزت روزګار ذريعه جوړ شي۔ ده ووئيل نواز شريف د دې پوهنتون منصوبه جوړه كړې٬ په دې ھغوي ته مباركي وركوم٬ دا پاكستان لپاره يوه لويه اداره جوړه شوې ده٬ د زده كوٶنكو د تعليم په لاره كښې رامخې ته خنډان مونږ له لرې كول دي٬ مونږ په پنجاب كښې اېجوکېشن انډوومنټ فنډ جوړ كړې او دې لپاره 2 اربه روپۍ كلن فنډ بجټ څخه مختص شوې٬ په لس كالو كښې 4 لكه 50 زره زده كوٶنكي په مېرټ ګرد هېواد څخه د سكالرشپس حقدار جوړ شوي او نن په نړۍ كښې د خپل قابليت د لارې كار كوي۔ دغسې مونږ دانش سکولز جوړ كړل چې بې وځله ته د ايچي سن او نورو ادارو مساوي تعليم وركړې شي٬ تعليم، روزګار او صحت يوازې د شمندو حق نه دے بلكې د ټولو حق دے٬ د 75 كالو عادتونه بدلول اسان كار نه دې خو كلكې ادارې سره به په ګډه تعليم عام كوٶ٬ فن ترقي زمونږ وړومبۍ ترجيح پكار ده٬ فني تعليم لرونكې ځوانان بهر هېواد ته لېږلو سره به تجارتي زيان كښې كمې راشي، د تعليم ودې لپاره به ټول وسائل پكار راولو٬ انډونيزيا د فني تعليم له امله مونږ څخه ډېر وړاندې ده۔ كه پاکستانيان 30 اربه ډالره په كلنه توګه رالېږي نو انډونيزيا د فني تعليم په سبب مونږ څخه دوه چنده زياته زرمبادله ګټي٬ كه مونږ هنر مند كسان د خليج پشمول نورو هېوادونو ته لېږو نو د پاكستان تجارتي زيان مثبت كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل دې مقصد لپاره به پوهنتون ته هر ډول ممكنه وسائل وركوٶ٬ انټرنيشنل سرټيفکيشن ترلاسه كولو سره د ځائي فارغ شوې زده كوٶنكو به په نړۍ كښې ډاډګيرنه وشي٬ دې لپاره بهر هېوادونو څخه خدمات ترلاسه كړئ او دا سرټيفکيشن ترلاسه كړئ٬ وزيراعظم د سدره ګل او ممتاز حسېن حواله وركولو سره د يونيورسټۍ انتظاميه او استاذانو ته سلام وړاندې كولو سره ووئيل په دې دستوره كښې تاسو ته ګارډ آف آنر وړاندې كول پكار ٶ۔ وزيراعظم ووئيل اګرچه دلته دې زده كوٶنكو ته ګارډ آف آنر وړاندې كولو لپاره عسكر موجود نه دي نو زه خپله دوي ته د دوي په محنت سلام وړاندې كوم۔ وزيراعظم ووئيل د زلمي كول نه علاوه د كرپشن خاتمې لپاره بله يوه طبقه موثر كردار نشي ترسره كولې۔ ده ووئيل نړۍ كښې دا خبره مشهوره چې په محنت كوونكي قام كښې د جاپان او المان نه زيات څوك نشته٬ دوي كښې تعظيم او نظم و ضبط شته٬ قامونه دغسې جوړېږي٬ ھغوي وخت نه ضائع كوي٬ د احتجاج په مهال هم د ھغوي مشينان چلېږي۔ دستورې ته د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬ شزه فاطمه او نورو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ځوانانو ته سندونه هم وركرل او د ځوانانو پحقله د وزيراعظم د وژن دستاوېزي فلم هم وښودلې شو