دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د لنډ مهاله سپيكر ذمه وارۍ ترلاسه كړې

image

اسلام آباد۔2جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د لنډ مهاله سپيكر ذمه وارۍ ترلاسه كړې دي۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني به د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف بهر هېواد څخه تر بېرته راتللو د لنډ مهاله سپيكر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ده دا ذمه وارۍ د آئين آرټيكل 53 ذیلی شق3 له مخې ترلاسه كړې دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د جنورۍ په 2 مه نېټه په سركاري دوره هېواد څخه بهر تلے دے۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں