عمران خان هېواد ته د زيان رسولو كومه موقع نه ده ضائع كړې ۔ د وفاقي وزير جاويد لطيف پرېس کنفرنس

image

لاهور 02 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزيرجاويد لطيف وئيلي دي پاکستان كښې يوه داسې فتنه رامخې ته شوې كومي چې هېواد ته د زيان رسولو كومه هم موقع نه ده ضائع كړې ،د هېواد معيشت ته چې څه ډول زيان رسيدلے ٬ مرور شوي دوست هېوادونو بيا پاکستان كښې لويه سرمايه کاري کولو سره معيشت سنبھالولو له مرسته كوي ، عمران خان وائي مارشل لا دې ولګي په ما څه فرق نه پريوځي ،عمران خان په هېواد كښې د صدارتي نظام راوستلو هڅه كړې ۔د شورو په ورځ ماډل ټاؤن كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير جاويد لطيف ووئيل نن هند پخپله وائي چې د عمران خان څومره روپو ته حاجت وي هغه به وركړو خو چې هغه ناكامه نه شي۔ په مارچ په اربونو روپۍ خرڅ كړے كېږي، ده ووئېل عمران خان اسلام آباد سره نزدې وسله والو هلو ځلو لپاره علي امين ګنډا پور ته ټاسك سپارلے دے،عمران خان او د هغه کوچ هر کار د ټوپك د لارې كول غواړي۔ده ووئيل عمران خان د خپلي خوښي سرلښګر لګول غواړي، د وسله لرونكو ډلو اجازه به ورنه كړې شي ،كه حاجت پېښ شو نو رياست به په خپله ژبه خبره كوي۔

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں