نړيوالې ورورولۍ له به د مودي سركار د تږ لارې او د منطقې په امن ناوړه اثراتو ادراك كول وي

image

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د بې ګناه كشميريانو حقونو او د کشمیر مقدمه په هر فورم د پورته كولو عزم لرو٬ نړيوالې ورورولۍ له به د مودي سركار د تږ لارې او د منطقې په امن د دغې د ناوړه اثراتو ادراك كول وي٬ د پاكستان اولس او حكومت به د خپلو كشميريانو وروڼو اخلاقې٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د وزیرِاعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې عمران خان دا خبرې نوموړي كشميري كاركن ټوني عشائي سره كړې چا چې د ګل په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه كشمير كښې د هندي واكمنو لخوا په بې ګناه كشميريانو شوو او كېدونكو ظلمونو ٬ د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو او د كشمير كشالې په خاص توګه په اوسنۍ وضعه كښې په نړيواله كچه د رامخې ته شوې هلو ځلو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې وزیراعظم ووئېل د بې ګناه كشميريانو حقونو او د کشمیر مقدمه په هر فورم د پورته كولو عزم لرو٬ نړيوالې ورورولۍ له به د مودي سركار د تږ لارې او د منطقې امن له د دغې د ناوړه اثراتو ادراك كول وي۔ ده ووئيل د آر اېس اېس او د هندوتوا په نظرياتو آډانه اېجنډا نه يوازې كشميريانو بلكې په هند كښې د كروړونو خلقو شناخت ختمولو لپاره ده ٬ خو دا خوب به كله هم رښتيا نشي ٬ د پاكستان اولس او حكومت به د خپلو كشميريانو وروڼو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي ۔ په دې موقع ټوني عشائي ووئيل د كشميري اولس مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو او د هند د جبر او ظلم په منطقه د ناوړه آثراتو په اړه د نړۍ پام راګرځولو له د وزیرِاعظم عمران خان د هلو ځلو د زړه د اخلاصه مننه كوٶ۔ ده ووئيل ټوني عشائي وزیرِاعظم امريكا كښې په خاص توګه د امريكې سناتورانو او د كانګرېس غړو په وړاندې د كشمير مسئلې پورته كولو نه هم خبر كړ

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں