د ملګرو ملتونو د كرتارپور راهدارۍ پرانستې هركلې٬عمومي اسمبلۍ د پاكستان او فلپائن لخوا وړاندې كړې قرارداد منظور كړو

image

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د كرتارپور راهدارۍ پرانستې هركلي كولو سره د پاكستان او فلپائن لخوا وړاندې كړې شوې قرارداد منظور كړو۔ قرارداد كښې د امن ودې له د بېلو مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د مكالمې رامخې ته كولو پھ حاجت زور راوړلې شوې٬ 193مه كسيزه عمومي اسمبلۍ په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔ قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې د سكهانو په مقدسو ځايونو كښې يو كرتارپور راهداري د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او د سوله ايزې ګاونډګيرۍ جذبې ترمخه پرانستلې شوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان د سكھ مذهب مؤسس ګرو نانك 550مې زېږېدنې ورځې په موقع د نومبر په 9مه نېټھ د دې راهدارۍ پرانسته كړې وه۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپل قرارداد كښې د هند او پاكستان حكومتونو ترمينځه د كرتار پور راهدارۍ د لارې ياتريانو ته د ويزې نه غېر پاكستان ته د راتللو د اجازې وركولو پرېكړې ستائنه وكړه۔د قرارداد منظورۍ څخه وروستو اے پي پي سره خبرو كښې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير اكرم منير ووئيل كرتار پور راهداري پرانستل د وزيراعظم يو تاريخي ګام دے۔ د دې د لارې د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د اړيكو عكاسي كېږي۔ ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ لخوا په يوه خله د قرارداد منظوري او د دې هركلې كول په نړيواله كچه د وزيراعظم عمران خان د پرېكړې ستائنه ده۔ده ووئيل دا خبره په ښكاره توګه رامخې ته شوې چې منطقه كښې امن له څوك كار كوي او څوك امن له خطر جوړیږي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری