د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د پرتګال سرمايه كارو ملاقات

image

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د پرتګال سرمايه كارو ملاقات كړث كومو چې د پاكستان رېلوے په پرمختيائي پروژو كښې د سرمايه كارې كولو خوښي څرګنده كړې او د ټېكنالوجې د منتقل كولو وړاندېز ئې كړے۔ د پرتګال سرمايه كارو ووئيل د پاكستان معيشت په تندې سره پرمختګ كوي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د پرتګال سرمايه كار د سرمايه كارې او د شركت د موقعو او د پاكستان رېلوے د روانو پروژو نه خبر كړل۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے اوپن ټېك اېكسېس پاليسي جوړه كړې۔ په نجي څانګه كښې به د پرتګال د سرمايه كارې ډاډګېرنه كولې شي۔ ده ووئيل د كراچې پېښور په لائن ون پروژه په تندې سره عمل كېږي۔ په اېم اېل ون پروژه به راتلونكې كال كار پېل شي۔ په دې مهال د پرتګال د سرمايه كارو مشري پروفېسر ډاكټر جوز كارلوس كوله۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں